Dec 07, 2018 05:14 Asia/Kabul
  • ايران او پاکستان د تجارتي تعلقاتو د پراختيا لارې چارې وڅېړلې

په پاکستان کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير او د سوداګرۍ، صنعت او نساجۍ په چارو کښې د پاکستان د وزيراعظم مرستيال د دوو اړخيزو تجارتي مبادلاتو د پراختيا لارې چارې وڅېړلې.

د ايرنا د رپوټ له مخې مخې په پاکستان کښې د ايران سفير مهدي هنر دوست د پاکستان د وزيراعظم د مرستيال عبدالرزاق داوود په کتنه کښې د پينځه ميليارډي مبادلاتو د سټراټيجۍ د حاصلولو لپاره د ايران او  پاکستان د تجارتي مبادلې د پراختيا په لازموالي تاکيد وکړ.

په پاکستان کښې د ايران سفير په دغه کتنه کښې د دوو اړخيزو خبرو اترو د دوام او زياتولو په تېره بيا د دواړو هېوادونو د خصوصي برخو او سوداګرۍ د کوټو د ارتباط په اړه د اميد په څرګندولو سره د دواړو هېوادونو د تجارتي تعلقاتو د پراختيا او په پولو کښې ژوندکونکو لپاره د لا زياتو اسانتياو د رامنځته کولو په هدف سره په يو وخت د تګ راتګ د پولو د پراخولو په اړه د دواړو خواو د موافقې د اجرائي کولو غوښتنه وکړه.

هنر دوست يو ځل بيا د چين او پاکستان د اقتصادي دالان د جوړولو په طرح کښې د ګډون او د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سړکي او ريلي مواصلاتي کرښو په ښه کولو کښې د ايراني شرکتونو د برخې اخېستو له لارې د مېنځنۍ اېشيا بازارونو ته د لاسرسائۍ په خاطر له پاکستان سره د مرستې لپاره د ايران د چمتووالي اعلان وکړ.

دواړو خواو په دغه کتنه کښې همدا رنګ د ايران او پاکستان د ګډ اقتصادي کمېشن د يويشتمې غونډې او همدارنګ د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د وزيرانو د اتمې غونډې جوړولو لپه اړه چې ټاکل شوې ده په اسلام آباد کښې وشي خبرې اترې وکړې.

د پاکستان د انرجۍ د ضرورتونو پوره کول او د دواړو هېوادونو لخوا د اختصاصي تجارتي نندارتونونو جوړول ځينې نورې موضوع ګانې وې چې په دغه ناسته وڅېړلې شوې.

 

ټیګونه