روحاني: ايران د ترهه ګرۍ ترټولو لوے قرباني دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78762-روحاني_ايران_د_ترهه_ګرۍ_ترټولو_لوے_قرباني_دے
د ايران ولسمشر وويل: ترهه ګريزو پېښو د ترهه ګرۍ له ټولو شکلونو سره په بې امانه مبارزه کښې د ايران د حکومت او ملت په عزم او اراده کښې ډېر لږ خلل هم نه دے راوستے او نه به راولي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 08, 2018 09:25 Asia/Kabul
  • روحاني: ايران د ترهه ګرۍ ترټولو لوے قرباني دے

د ايران ولسمشر وويل: ترهه ګريزو پېښو د ترهه ګرۍ له ټولو شکلونو سره په بې امانه مبارزه کښې د ايران د حکومت او ملت په عزم او اراده کښې ډېر لږ خلل هم نه دے راوستے او نه به راولي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني نن د سيمې د شپږو هېوادونو د پارلېماني مشرانو د دويمې غونډې د پرانېستې په مراسمو کښې د دې په بيانولو سره چې د ايران اسلامي جمهوريت له ابتدا نه تر اوسه  د ترهه ګرۍ د ترټولو ستر قرباني په توګه له دغې سپېرې ښکارندې سره مخامخ دے وويل، ايران له دې لحاظه د سر او مال زيات درانۀ زيانونه زغملي دي.

د ايران ولسمشر وويل، د ۱۹۸۱ کال د بم اېښودنو ترهه ګريز اقدامات او په تېرو څلوېښتو کلونو کښې د ترهه ګرو ډلو په لاسو چې همدااوس په اروپا او امريکه کښې د لويديځو حکومتونو تر ملاتړ لاندې دي له اولسو زرو نه د زياتو عامه خلقو شهادت له دغو زيانونو څخه دي.

ډاکټر روحاني زياته کړه، د پرديو حکومتونو د ترهه ګرو عواملو په لاسو د همدې لسيزې په وړومبيو کښې  اېټمي سائنسدانانو شهادت، په تېره ۲۰۱‍۷ کال کښې د اسلامي شورا په جرګې د داعش ترهه ګره حمله، د ايران د اهواز ښار وروستۍ ترهه ګريزه حمله او همدارنګ د ايران د چابهار ښار د دوه ورځې مخکېنۍ ترهه ګريزه حمله له ترهه ګرۍ څخه د ايران ځينې تاوانونه دي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د يوې مضبوطې سيمې د رامنځته کېدو لپاره د اتو لارو چارو په وړاندې کولو سره تاکيد وکړ، تهران د دغې مضبوطې سيمې په جوړولو کښې د ګډون لپاره چمتو دے.

ولسمشر روحاني واضحه کړه، هغه هېواد چې له چين سره يې تجارتي جنګ شروع کړے دے پاکستان ته پېغور ورکوي، د افغانستان سپکاوے کوي، ترکيې تنبيه کوي، روسيه ګواښي او ايران بائيکاټوي، د رشتو په ماتولو کښې د وړومبۍ درجې تورن دے او مونږ د امريکې په مقابل کښې ټينګ ولاړ يوو.

ولسمشر دا خبره په ګوته کړه، هر چرته چې امريکه د ټولنو په تباهۍ کښې ونډه ولري اجازه به ورنکړو چې د تاوانونو او ويجاړيو له قيمت ادا کولو تېښته وکړي.