د فلسطينيانو ترمېنځ د يووالي په اهميت د ايران د ولسمشر تاکيد
(last modified Wed, 02 Jan 2019 00:33:44 GMT )
Jan 02, 2019 05:03 Asia/Kabul
  • د فلسطينيانو ترمېنځ د يووالي په اهميت د ايران د ولسمشر تاکيد

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر خپلو ضائع شويو حقوقو ته د فلسطين د مظلوم ملت د رسېدو يوازېنۍ لار له اسرائيلي غاصب رژيم سره مبارزه او ټينګ اودرېدنه وبلله.

د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني پرون په تهران کښې د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ له مشر زياد النخاله په کتنه کښې د صهيونېسټو غاصبانو د تيري، ظلم او نيواکګرۍ په وړاندې د فلسطين د ملت اويا کلنۍ ټينګ اودرېدنې ته په اشارې سره وويل، ټولو مسلمانانو ته پکار دي چې خپلو حقوقو ته په رسېدو، د فلسطيني کډوالو په ستنېدو او د قدس شريف په دائمي پائتختۍ کښې د فلسطيني ملت ملاتړ وکړي.

ولسمشر روحاني د فلسطينيانو ترمېنځ د يووالي په اهميت باندې په تاکيد سره وويل، بې له شکه کاميابۍ ته د رسېدو يوه لار د صهيونېسټ رژيم په وړاندې د ټول فلسطيني ملت يووالے دے او دغه رژيم به د فلسطيني ځوانانو په مقاومت سره پوهه شي چې دغه رژيم په فلسطين باندې نه شي بريالېدې.

زياد النخاله هم د نيواکي فلسطين د وروستيو بدلونونو او د مقاومت د ډلو د زياتو توانمنيو او تياريو په اړه د يو رپوټ په وړاندې کولو سره وويل،بې له شکه د ايران د اسلامي جمهوريت اصولي دريځونه او ملاتړ د هغو هلو ځلو په ماتولو کښې ستر رول لري چې هدف يې د فلسطين د ملت د حقوقو د دوسيې تړل دي.

د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ مشر د دې په بيانولو سره چې د غزې د ټرانګې خلق د دباونو باوجود د صهيونېسټ رژيم او د پېړۍ د معاملې نومې امريکائي پلان په وړاندې ټينګ ولاړ دي، تاکيد وکړ چې د فلسطين ملت به د ټولو دباونو او ګواښونو باوجود خپلو روا حقوقو ته تر رسېدو پورې له مقاومت او مبارزې لاس وانخلي.

 

ټیګونه