ملګري ملتونه د ایران خلاف د امریکې له بندیزونو اندیښمن دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79813
په تهران کښې د ملګرو ملتو د اطلاعاتو د مرکز مشرې وویل: د ملګرو ملتو سرمنشي له ایټمي موافقې د وتنې او د ایران خلاف د بندیزونو د لګولو په لړ کښې د امریکې له پریکړې اندیښمن دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 21, 2019 11:30 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه د ایران خلاف د امریکې له بندیزونو اندیښمن دي

په تهران کښې د ملګرو ملتو د اطلاعاتو د مرکز مشرې وویل: د ملګرو ملتو سرمنشي له ایټمي موافقې د وتنې او د ایران خلاف د بندیزونو د لګولو په لړ کښې د امریکې له پریکړې اندیښمن دی.

ماریا دوتسینکو Maria Dotsenko نن ایرنا ته په یوه مرکه کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوترش له قوله زیاته کړه: د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د رپورټونو له مخې ایران په خپلو ایټمي فعالیتونو کښې هیڅ ډول خلاف ورزي نه ده لرلې او په دې وجه د ایټمي موافقې نور غړي له ایران سره د دغې شوې موافقې ملاتړ کوي.

هغې د ایران له ولس او حکومته د ملګرو ملتو د ملاتړ د دوام په اعلانولو سره وویل: ملګري ملتونه د بندیزونو د دباؤ د کمولو او له کمزورو پرګنو سره د مرستې لپاره د ایران له حکومت سره ملګرتیا کوي.

په تهران کښې د ملګرو ملتو د اطلاعاتو د مرکز مشرې همداشان په اروپا کښې د ترهګرو ډلګیو د آزاد فعالیت په هکله وویل چې ملګري ملتونه د نړۍ په هر ځاې کښې هر ډول ترهګر اقدام غندي.

د ویلو ده چې د منافقینو ترهګره ډلګۍ چې په تیرو څلورو لسیزو کښې یې کابو ۱۷ زره ایرانیان وژلي دي، اوس د ځینو لویدیځو حکومتونو په ملاتړ سره په اروپا او امریکا کښې د ایران خلاف ښه په آزاده فعالیت کوي.