روحاني د تهران – اسلام آباد د تعلقاتو په لا زياتې پراختيا او مضبوطيه تاکيد وکړ
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، د تهران – اسلام آباد د تعلقاتو او ملګرتياو له مخکښې لا زياته پراختيا او مضبوطيه اهميت لرونکې او ضروري ده.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر همدارنګ په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران او پاکستان پولې پکار دي امنه پولې وي، د دواړو هېوادونو د پولو د امنيت د پراختيا او د پاکستان په خاوره کښې د ايراني يرغمال شويو ايراني پوله ساتونکو په آزادۍ کښې د چټکتيا په لړ کښې د کوششونو غوښتنه وکړه.
په تهران کښې د پاکستان نوې سفيرې مېرمن رفعت مسعود هم ولسمشر روحاني ته د خپل باورليک له وړاندې کولو وروسته وويل، د پاکستان او ايران ترمېنځ د هر اړخيزو تعلقاتو او ملګرتيا پراختيا او مضبوطيه ضروري ده.
مېرمن رفعت مسعود په دې باندې په تاکيد سره چې پاکستان له ايران سره د خپلو پولو د امنيت د ضمانت په ورکولو ژمن دے زياته کړه، د سيمه ايز امنيت او له بې ثباتۍ سره په مبارزه کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتياو پراختيا به د ترهه ګرو د خوزښتونو لپاره فرصت له منځه يوسي.