Apr 02, 2019 17:25 Asia/Kabul
  • هنردوست: درېمګړي لوري  پکار نه دي د تهران او اسلام آباد په تعلقاتو تاثير وکړي

په پاکستان کښې د ايران سفير وويل، پکار دي اجازه ورنکړو چې دريمګړي لوري د تهران او اسلام آباد مضبوط تعلقات تر تاثير لاندې راولي.

د ايرنا د رپوټ له مخې مهدي هنر دوست له پاکستاني مشهورو جرنلسټانو، خبريالانو او د مختلفو چينلونو له اېنکرانو سره په کتنه کښې د وروستي سېلاب په وجه له ايراني ملت سره د پاکستان د خلقو او حکومت د خواخوږۍ له څرګندولو څخه په قدرونې سره وويل، په دې سيمه کښې د دوو سترو اسلامي هېوادونو او دوو وروڼو ملتونو په توګه د ايران او پاکستان تعلقات خاص اهميت لري.

په پاکستان کښې د ايران سفير د پاکستان او چين د سي پېک منصوبې په اړه وويل، په سيمه کښې د ايران، پاکستان او چين مهم رول انکارېدونکے نه دے او مونږ سي پېک منصوبه د سيمې د هېوادونو د سوکالۍ او ترقۍ لپاره مهمه بولوو.

هغه صهيونېسټ رژيم د اسلامي نړۍ يو ډېر مهم دښمن وبلۀ او وې ويل، له بده مرغه نن اسلامي ملتونه له يو بل سره په يو لړ مسائلو کښې ښکېل دي او په دې حبره کښې هيڅ شک نشته چې دريم ګړي لوري په سيمه کښې فعال دي، البته ټولو ته معلومه ده چې صهيونېسټ رژيم په سيمه کښې د  مسلمانانو په خلاف زياتره تحرکات کوي.

 

ټیګونه