Apr 10, 2019 13:33 Asia/Kabul
  • ايران ته د پاکستان د بشردوستانه مرستو وړومبۍ پېرۍ راولېږلې شوه

له سېلاب ځپلو سره د پاکستان د بشردوستانه مرستو وړومبۍ پېرۍ د ايران اسلامي جمهوريت ته راولېږلې شوه.

په پاکستان کښې د ايران سفير مهدي هنردوست له ايرنا سره په مرکه کښې وويل، د پاکستان د بشردوستانه مرستو وړونکې يوه الوتکه د چارشنبې په ورځ ايران ته ولېږلې شوه او ټاکل شوې ده بله الوتکه د زيارت په ورځ يعنې نه ولېږلې شي.

هنردوست زياته کړه،له ايراني سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره د پاکستان د بشردوستانه مرستو دغه پېره چې دوه دېرشته ټنه وزن لري په پينځو سوو خيمو،دوه نيم زره کمبلو او د عامه استعمال په څيزونو مشتمله ده.

د پاکستان حکومت د تېرې نهې په ورځ ايراني سېلاب ځپلو ته د بشر دوستانه مرستو په لېږلو کښې ځنډ له تهران سره د امريکې مخالت او خنډ اچونه اعلان کړه.

 

ټیګونه