ظريف:د ايران د يورينيمو د پخولو لپاره هيڅ منعې نشته
(last modified Mon, 15 Apr 2019 09:34:37 GMT )
Apr 15, 2019 14:04 Asia/Kabul
  • ظريف:د ايران د يورينيمو د پخولو لپاره هيڅ منعې نشته

د ايران خارجه وزير وويل: د اېن پي ټي، برجام او د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک مطابق د ايران د يورينيمو د پخولو لپاره هيڅ منعې نشته، نه اوس، نه په ۲۰۲۵ کال کښې او نه له هغه نه وروسته.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف په سوشل مېډيا کښې په خپل يو پېغام کښې د برجام  دريو مهمو اروپائي غړيو ته په يادراوړنه کښې وليکل: مونږ  د برجام خپلو دريواروپائي انډيوالانو ته يادونه کوو چې د اېن پي ټي، برجام او د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک مطابق د ايران د يورينيمو د پخولو لپاره هيڅ منعې موجودنه نه ده نه اوس، نه په ۲۰۲۵ کال کښې او نه له هغه نه وروسته. د اروپائي انډيوالانو لپاره د هغه سند لوستل چې يې لاسليک کړے او ترې نه يې د دفاع کولو وعده کړې وه ګټور کېدې شي.

په داسې حال کښې چې د اېټمي انرجۍ نړيوال آژانس د برجام موافقه ليک په چوکاټ کښې د ايران د ژمنو اجرا تراوسه څوارلس ځل تائيد کړې ده په امريکه کښې د فرانس سفير ژرارډ آورډ په دې وروستيو کښې ادعا کړې ده چې له برجام موافقې وروسته د ايران لخوا د يورانيمو د پخولو لپاره څه دليل نشته.

په دغو څرګندونو پرون د ايران د خارجه وزير مرستيال سيد عباس عراقچي هم ردعمل څرګند کړے ؤ.

 

ټیګونه