د ځینو لپاره د نتانیاهو ګټې د امریکایانو له سر او ماله هم مهمې دي
(last modified Thu, 18 Apr 2019 03:11:30 GMT )
Apr 18, 2019 07:41 Asia/Kabul
  • د ځینو لپاره د نتانیاهو ګټې د امریکایانو له سر او ماله هم مهمې دي
    د ځینو لپاره د نتانیاهو ګټې د امریکایانو له سر او ماله هم مهمې دي

په امریکا کښې د ځینو لپاره د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو ګټې د امریکې د خلکو له سر او ماله ډیرې مهمې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: په امریکا کښې د ځینو لپاره د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو ګټې د امریکې د خلکو له سر او ماله ډیرې مهمې دي.

محمد جواد ظریف پرون په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې ولیکل: حتی د امریکې کانګرس هم په یمن کښې د امریکې د پوځي ځواکونو د امنیت ضده فعالیتونو د ختمولو غوښتونکی دی خو د سپينې ماڼۍ چارواکي چې نتانیاهو ورته په هر څیز غوره دی، د تیلو په ډالرو سره، په نه ختمیدونکي جنګ باندې ټینګار ته دوام ورکوي.

د ویلو ده چې سعودي عربستان د امریکې، اماراتو او څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې په یمن باندې پوځي بریدونه او ځمکې، سمندر او هوا له لارو یې د دغه هیواد محاصره پيل کړې ده چې له امله یې تراوسه څه باندې شپاړه زره یمنیان وژل شوي، لسګونه زره ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډه په سر شوي دي.

 

ټیګونه