ظريف: امريکه معتبره خبرې اترې کونکې نه ده/ ايراني ملت هيڅکله زورور ته سر نه ټيټوي
(last modified Wed, 24 Apr 2019 02:58:11 GMT )
Apr 24, 2019 07:28 Asia/Kabul
  • ظريف: امريکه معتبره خبرې اترې کونکې نه ده/ ايراني ملت هيڅکله زورور ته سر نه ټيټوي

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير امريکه معتبره خبرې اترې کونکې ونه بلله او وې ويل، امريکايان نړيوال قوانين او حتی هغه فېصلې چې خپله يې مخکښې کړې دي بې ارزښته ګڼي.

محمد جواد ظريف پرون نيويارک ته له رسېدو سره سم د خبريالانو په ټول کښې په موافقو او لوظنامو باندې پابندي د نړيوالو تعلقات بنياد وبلۀ او امريکايانو ته يې نصيحت وکړ چې د ايرانيانو او نړيوالو ژمنو احترام دې وکړي.

محمد جواد ظريف په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران ملت هيڅکله د تيري ګرواو زورورو په وړاندې سر نه دے ټيټ کړے او نه ټيټوي واضحه کړ، امريکايان پکار دي له ايراني ملت سره د تکريم او احترام په ژبه خبرې وکړي.

د ايران خارجه وزير د ايران د تېلو د اخېستلو د معافيتونو په نه تمديدولو کښې د امريکې اقدام ته په اشارې سره وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د دوي نه معافيتونو او نه لغو کېدو ته څه اهميت ورکوي.

ظريف زياته کړه امريکه د نړۍ پوليس مېن نه دے چې معافيت دې ورکوي او يا دې لغو کوي.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف پرون د صلحې لپاره د ډېپلومېسۍ او څو اړخيز پالنې د ورځې نومې غونډه کښې دګډون لپاره نيويارک ته لاړ دے. دغه غونډه د غېر جانبدار غورځنګ او د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلې په وړانديز سره جوړيږي.

 

ټیګونه