د ایران خلاف د ټرمپ د پوره دباؤ جنګ په ماتې محکوم دی
(last modified Sat, 27 Apr 2019 03:14:44 GMT )
Apr 27, 2019 07:44 Asia/Kabul
  • د ایران خلاف د ټرمپ د پوره دباؤ جنګ په ماتې محکوم دی

ظریف: د ایران خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د زیات نه زیات دباؤ جګړه په ماتې محکومه ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر پرون د امریکې فاکس نیوز چینل ته په مرکه کښې څرګنده کړه: د ایران خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د زیات نه زیات دباؤ جګړه په ماتې محکومه ده.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې محمد جواد ظریف په دغه مرکه کښې هم دا شان په دې خبرې سره چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان پولټن، صهیونیسټي رژيم، سعودي عربستان او امارات د ایران د اسلامي جمهوري نظام د پرزولو په لټه کښې دي، څرګنده کړه: بي ډله (بولټن، د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو، سعودي ولیعهد بن سلمان او د اماراتو ولیعهد بن زائد) هڅه کوي چې امریکا له ایران سره د پوځي نښتې په لور بوځي.

د ویلو ده چې امریکې له ایټمي موافقې له وتلو وروسته په ایران باندې د دباؤ اچولو لپاره هراړخیزې هلې ځلې پیل کړې دي.

 

ټیګونه