د ټرمپ حکومت امریکا د نه باور وړ ګرځولې ده
(last modified Mon, 29 Apr 2019 01:17:41 GMT )
Apr 29, 2019 05:47 Asia/Kabul
  • د ټرمپ حکومت امریکا د نه باور وړ ګرځولې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ټرمپ د حکومت د اقداماتو پیغام دا دی چې امریکا د باور او اعتماد وړ نه ده.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې محمد جواد ظریف فاکس نیوز خبري چینل سره په مرکه کښې په ایران باندې د امریکې د اقتصادي دباؤنو په هکله وویل: امریکا غواړي چې هرڅومره چې کوی شي د ایران پر خلکو دباؤ واچوي، حتی په وروستي ستر سیلاب کښې چې د ایران ځینې سیمې یې لاندې کړې، امریکې د خپلو بانکي مقرراتو له لارې، له سیلاب ځپلو سره له هیواده د بهر استوګنو ایرانیانو د مرستې مخه ونیوله.

د ایران خارجه وزیر د خپل هیواد د توغندوي پروګرام په هکله هم وویل: د ایران د میزایل پروګرام په هکله د ملګرو ملتو ۲۲۳۱ پریکړه لیک ډیر څرګند دی، ایران باید داسې توغندي جوړ نه کړي چې د ایټمي خولیو د وړلو توان لري، خو کوم توغندي چې ایران ډیزاین کړي دي د هغو هدف فضا ته د سپوږمکۍ رسول دي او د ایټمي وسلو د وړلو لپاره نه دي ډیزاین شوې.

د ایران خارجه وزیر په عراق کښې تقریباً د ۶۰۰ امریکايي پوځیانو د وژل کیدو د ادعا په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې هم وویل: د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک هیڅکله امریکایان نه دي وژلې.

 

ټیګونه