ظريف: ايران اجازه نه ورکوي چې امريکه د هرمز تنګۍ ناامنه کړي
د ايران خارجه وزير تاکيد وکړ د ايران اسلامي جمهوريت اجازه نه ورکوي چې امريکه د ايران د جنوب هرمز تنګۍ ناامنه کړي.
محمد جواد ظريف نن د قطر په پائتخت دوحه کښې د اېشيا د ملګرتيا د خبرو اترو د ټولنې د غونډې ترڅنګه له الجزيره ټي وي چېنل سره په مرکه کښې وويل، دا چې د امريکې د ملي امنيت صلاحکار جان بولټون له ايران سره د جنګ په لټه کښې دے څه نوې مسئله نه ده، ځکه چې هغه په ۲۰۱۵ کال کښې په نيويارک ټائمز ورځپاڼه کښې ايران په اېټمي جنګ ګواښلے ؤ.
د ايران خارجه وزير د دې په بيانولو سره چې تهران له واشنګټن سره تاوتريخوالے زياتول نه غواړي واضحه کړه،فارس خليج او د هرمز تنګۍ د ايران لپاره د ژوند مسئله ده او ايران د ټولو هېوادونو لپاره د امن او آزاد سمندري تګ راتګ غوښتونکے دے.
هغه د اېشيا په لويديځ کښې د امريکې د جنګونو د اوۀ ټريلين ډالري لګښت ته په اشارې سره وويل، د امريکې حکومت د مينځني ختيځ سيمه تباه کړه او زياتره امريکايان هم په دغه سيمه کښې بې له څه دليله او هدفه ووژل شول.
ظريف د تېرې نهې په ورځ د اېشيا د ملګرتيا د خبرو اترو د ټولنې د خارجه وزيرانو په شپاړسمه غونډه کښې د شرکت لپاره دوحې ته لاړ.