که په سیمه کښې جنګ جوړ شو نو هیڅ لوری به خوندي پاتې نه شي
(last modified Sat, 04 May 2019 10:52:28 GMT )
May 04, 2019 15:22 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
    د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ایران سره مقابلې ته د واشنګټن د لمسولو لپاره عربستان او اماراتو ته په خبرداري سره ټینګار وکړ: په سیمه کښې د جنګ د نښلیدو په بڼه کښې به هیڅ څوک خوندي پاتې نه شي.

محمد جواد ظریف د امریکې (لوبلاګ) خبري او څیړنیز ویب سایټ ته په هغه مرکه کښې چې نن خپره شوه، په دې خبرې سره چې عربستان او اماراتو امریکې ته ویلي چې د ایران د تیلو کمی پوره کولی شي، زیاته کړه: دا کار په یوې اقتصادي ترهګرۍ کښې د ونډه اخیستو په معنا دی.

د ایران خارجه وزیر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د تهران سیاست له ګاونډیانو سره د ډیرو نزدې اړیکو ساتل دي وویل: عراق، ترکیه، پاکستان، افغانستان، روسیه، ارمنستان، هندوستان او آذربایجان جمهوریت د ایران نزدې ګاونډیان دي چې تهران ورسره ښې اړیکې لري.

ظریف په دې خبرې سره چې ایران د فارس خلیج د ملګرتیا شورا له ټولو هیوادونو سره د لوړو اړیکو غوښتونکی دی، څرګنده کړه: ایران د فارس خلیج د ملګرتیا شورا له ځینو هیوادونو سره ډیرې ښې اړیکې لري خو له ځینو نورو سره د ایراني ضده دریځونو په وجه ښې اړیکې نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران او امریکې ترمینځ د بندیانو د تبادلې د وړاندیز په هکله هم څرګنده کړه: امریکایانو ویلي دي چې ایران کوی شي زندانیان آزاد کړي چې دا ښودنه کوي هغوي یوازې د خپلو غوښتنو مطرح کول غواړي.

محمد جواد ظریف هم داشان برجام او د دغې ایټمي موافقې په وړاندې د اروپایانو د ژمنو په هکله وویل: اروپا د برجام په وړاندې خپلې له لسو فیصدو کمې ژمنې پوره کړې دي ځکه نو اروپا باید د خبرو په ځاې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. او تر کومې چې اروپایان پر خپلو ژمنو پابند نه وي، تر هغې د ایټمي موافقې د ختمیدو خطر شته دی.

 

ټیګونه