ایران به له ایټمي موافقې ونه وځي
(last modified Wed, 08 May 2019 03:05:31 GMT )
May 08, 2019 07:35 Asia/Kabul
  • ایران به له ایټمي موافقې ونه وځي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا د امریکې د غیرقانوني اقداماتو په غبرګون کښې د تهران نوې پریکړې د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې وبللې او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت به له دغې نړیوالې موافقې ونه وځي.

محمد جواد ظریف ماسکو ته له رسیدو سره سم، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې کوم اقدامات چې امریکې په تیر یو کال کښې په تیره بیا له ایټمي موافقې له وتلو مخکښې او وروسته ترسره کړي، د دې نړیوالې موافقې د کار په دوام کښې د ځنډ راوستو لپاره وو، څرګنده کړه: ایران د امریکې په دې سیاست باندې په پوهیدو سره تراوسه په سټراټیجک صبر او زغم سره چلند کړی دی خو په خواشینۍ سره اروپايي اتحادیه او د نړیوالې ټولنې نورو غړو دا توان نه دلود چې د امریکې د دباؤنو په وړاندې ودریږي.

ظریف زیاته کړه: په دې بنیاد ایران مصلحت په دې کښې ګڼي چې هغه ځینې ژمنې او اقدامات چې ایران په ایټمي موافقه کښې په رضاکارانه توګه ترسره کول، دم ګړۍ اجرا نه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کښې وویل: د ایټمي موافقې ۲۶ او ۳۶ بندونه ایران او البته نورو غړو هیوادونو ته دا اختیار ورکوي چې که یو غړی هیواد خپلې ژمنې پوره نه کړي نو هغوي هم کولی شي چې خپلې ژمني په جزئي یا کلي توګه اجرا نه کړي.

ظریف دې ته په اشارې سره چې ایران د برجام (ایټمي موافقې) په چوکاټ کښې عمل کوي، زیاته کړه: دا د نورو غړو لپاره هم یو فرصت دی چې ضروري اقدامات ترسره کړي نه دا چې تش د خبرپاڼو په خپرولو بسنه وکړي.

ظریف هم داشان وویل چې ماسکو ته یې سفر د روسیې له خارجه وزیر سرګئي لاوروف سره په دې لړ کښې او د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله د خبرواترو په موخه کړی دی.

له بلې خوا په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي پرون ویلي، تهران به ډیر زر په ایټمي موافقه کښې د متعارفو حقوقو سره سمې مناسبې تابیاوې غوره کړي.

مجید تخت روانچي څرګنده کړه: دا تدابیر به د ایران د اسلامي جمهوریت له سترو ګټو د ملاتړ په لړ کښې وي.

 

ټیګونه