ظريف: ايران په برجام کښې هغه اقدامات اودرول چې امريکې يې اجرا ناممکنه کړې وه
د ايران خارجه وزير د دې په بيانولوسره چې اروپايان د برجام اېټمي موافقې د حالت د بدلولو لپاره ډېر کم فرصت لري تاکيد وکړه،د تهران لخوا په برجام کښې اودرول شوي اقدامات هغه اقدامات وو چې امريکې يې اجرا ناممکنه کړې وه.
محمد جواد ظريف نن په خپله ټوئيټر پاڼه کښې وليکل،د ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نېټه امريکې د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک په خلاف ورزۍ سره له برجام اېټمي موافقې څخه ووتله او په اروپائي هېوادونويې دباو راوړۀ چې هغوي دې هم دغه کار وکړي.
ظريف د دې په بيانولوسره چې ايران د دغې قول ماتونې په وړاندې يو کال له صبر او زغمه کار واخېست زياته کړه، له يو کال صبر نه پس ايران هغه اقدامات چې امريکې يې په برجام کښې اجرا ناممکنه کړې وه اودرول.
د ايران خارجه وزير په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران د ملي امنيت د عالي شورا په بيانيه کښې اعلان د برجام په چوکاټ کښې دے وويل، اروپائي اتحاديه او په برجا کښې باقي پاتې نور غړي د دې حالت د بدلولو لپاره زر ختمېدونکے فرصت لري.
د ايران د ملي امنيت عالي شورا په يوې بيانيه کښې اعلان وکړ: تهران له نن چارشنبې څخه په برجام کښې خپل ځينې اقدامات اودروي او په دغه اېټمي موافقه کښې باقي پاتې هېوادونه په خاصه توګه په بېنکي او تېلي برخو کښې د خپلو ژمنود پوره کولو لپاره شپېتۀ ورځې فرصت لري.