اروپا دې د ایټمي موافقې په وړاندې پر خپلو ژمنو عمل وکړي
(last modified Fri, 10 May 2019 00:57:26 GMT )
May 10, 2019 05:27 Asia/Kabul
  • اروپا دې د ایټمي موافقې په وړاندې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ګډ اقدام د جامع پروګرام (برجام) په وړاندې پر خپلو ژمنو د اروپا اتحادیې د عمل په ضرورت ټینګار وکړ.

د ایرنا د رپورټ له مخې محمد جواد ظریف پرون په یو ټویټري پيغام کښې ولیکل: اروپايي اتحادیه دې په ایټمي موافقې باندې له ایرانه په یواړخیزه توګه د پابندۍ غوښتلو پرځاې، په دغې موافقې کښې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د ایران خارجه وزیر زیاته کړه: د برجام په هکله د اروپايي اتحادیې بیانیه د دې بیانونکې ده چې دغه نړیواله موافقه ولې دې ځاې ته رسیدلې ده، امریکا له تیر یو کال راهیسې په اروپا او نورې نړۍ باندې خپله بدماشي کوي او اروپايي اتحادیه یوازې د (خواشینۍ) څرګندونه کولی شي.

ښاغلي ظریف لیکلي: اروپايي اتحادیه په ځاې د دې چې له ایرانه وغواړي چې په یو اړخیزه توګه، په یوې څواړخیزې موافقې پابند پاتې شي، باید د اقتصادي اړیکو د سمولو په شمول پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د ویلو ده چې اروپايي اتحادیې پرون په یوه بیانیه کښې ویلي چې د دغې اتحادیې غړي هم هغه شان د ایټمي موافقې ملاتړ کوي خو په دې لړ کښې هر ډول الټيمیټم ردوي.

اروپايي اتحادیې په خپلې بیانیې کښې د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو له بیا لګیدو د خواشینۍ په ښودلو سره هیله کړې چې تهران د (ګډ کمیشن) په شمول د برجام لارو چارو ته دوام ورکړي.

 

ټیګونه