امریکا بې وجې له ایران سره شخړه زیاتوي
(last modified Tue, 14 May 2019 10:31:13 GMT )
May 14, 2019 15:01 Asia/Kabul
  • امریکا بې وجې له ایران سره شخړه زیاتوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هندوستان له ای، این، ای خبري آژانس سره په خبرو کښې، دې ته په اشارې سره چې ایران تل د ځان دفاع کړې ده، وویل: امریکا بې له کوم علته له ایران سره د شخړې په زیاتولو لګیا ده.

محمد جواد ظریف په دغې مرکې کښې زیاته کړه: امریکې په غیرضروري توګه شخړې زیاتې کړې دي، ایران د شخړې تکل نه کوي خو خپلې دفاع ته تل چمتو او تیار دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې هندوستان ته په سفر تللی، د خپل سفر د هدف په هکله یې هم وویل: نوی ډیلی د ایران یو نزدې انډیوال دی او مونږ په مختلفو برخو کښې له هندوستان سره ډیرې پراخې اړیکې لرو.

هغه هم داشان وویل چې هندوستان د ایران د اومو تیلو ترټولو ستر اخیستونکی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن په نوي ډیلي کښې هم داشان له خپلې هندي همرسته میرمن سُشما سواراج سره ملاقات هم وکړ.

د وروستیو سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله د اسلامي ایران د دریځونو اعلان، د ملګرتیاؤ د بهیر څیړنه او د ایټمي موافقې موضوع د ایران او هندوستان د خارجه وزیرانو د خبرواترو چورلیزونه وو.

له دې نه علاه د ایران او هند د کنسولي چارو د ګډ کمیشن یوولسمه غونډه نن په نوي ډیلي کښې ترسره کیږي.

 

ټیګونه