هند ته د ظريف سفر؛د ايران سيمه ايزه فعاله ډېپلومېسي
(last modified Tue, 14 May 2019 12:01:40 GMT )
May 14, 2019 16:31 Asia/Kabul
  • هند ته د ظريف سفر؛د ايران سيمه ايزه فعاله ډېپلومېسي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر محمد جواد ظريف پرون مازيګر له هندي چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره نوي ډيلي ته لاړ.

له هند څخه د ايران د خارجه وزير کتنه چې ترکمنستان ته د هغه د سفر له ختمېدو نه بې له څه ځنډه وروسته يې بڼه ونيوه، سيمه ايزو تعلقاتو ته په پام سره د اسلامي جمهوريت د فعالې ډېپلومېسۍ ښودنه کوي.

ظريف ترکمنستان ته د خپل سفر په آخر کښې د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمد اف او خارجه وزير رشيد مردوف سره له کتنې څخه د خوشحالۍ په څرګندولو سره وويل، په دغو کتنو کښې يې د دوو اړخيزو تعلقاتو او د سيمه ايزو او نړيوالو مسائلو په اړه خبرې اترې وکړې او دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې د ټرانسپورټ، انرجۍ، ټرانزېټ، تجارت او له نشه ايزو موادو سره د مبارزې په شمول په ټولو زمينو کښې به ملګرتياوې زياتې کړي.

نوي ډيلي ته د ايران د خارجه وزير سفر هم په ټولو زمينو کښې د تعلقاتو په پراختيا باندې په تاکيد سره شروع شو.

د انرجۍ، بېنکي، ټرانسپورټ د چابهار په سټراټيجک بندر کښې د پانګونې په شان مهمو برخو کښې د ايران له اسلامي جمهوريت سره د تعلقاتو د پراختيا په وجه د دوو اړخيزو او څو اړخيزو تعلقاتو نوې مرحلې ته داخل شوے دے. له دې امله واضحه ده چې هند له ايران سره د اقتصادي تعلقاتود ساتنې او پراختيا لپاره دوو مهمو موضوع ګانو يعنې د چابهار بندر او د شمال – جنوب د کورېډور له لارې د ايران ټرانزېټي لارې ته د لاسرسائۍ او د انرجۍ پوره کېدو  ته په پام سره د زيات اهميت قائل دے.

هند په اوچتې اقتصادي ودې سره له مطمئنو سرچينو څخه د انرجۍ پوره کولو ته ضرورتمن دے او دا پائېدار انتخاب د دغه هدف لپاره دے. هند په نړيواله سطح کښې د تېلو يو ترټولو لوے واردونکے او استعمالونکے دے او ورسره په يو وخت له چين نه وروسته د ايران د تېلو يو دويم مهم مشتري دے. نو ځکه جوته ده چې د انرجۍ سرچينو ته د آزادې لاسرسائۍ په زمينه کښې د هر ډول خنډ اچونه د انرجۍ د سترو استعمالونکو هېوادونو په اقتصادو باندې منفي اثر لرلے شي. له دې امله له برجامه د امریکې وتل ، د امريکې د يو اړخيزو بنديزونو ستنول او په نورو هېوادونو د هغو تپل ځينې هغه موضوع ګانې دي چې په نوي ډيلي کښې د ايران د خارجه وزير په خبرو اترو کښې پرې بحث او خبرې اترې کيږي.

د هند خارجه وزيرې مېرمن سوشما سواراج له هند څخه د ظريف د تېر کال په کتنه کښې په نوي ډيلي کښې وويل: هند په ډاګه ويلي دي چې د امريکې د يو اړخيزو بنديزونو ملاتړ نه کوي.

په دې وروستيو کلونو کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ ګڼ شمېر موافقه ليکونه لاسليک شوي دي چې له هغو څخه پينځلس مورده تېر کال نوي ډيلي ته د روحاني په سفر کښې حتمي شول. د دغو موافقه ليکونو تر پوشش لاندې موضوعات پراخه دي او د څو برابره مالياتو اخېستو څخه ډډه کول، د دواړو هېوادونو  کرهڼيزې ملګرتياوې، د سوداګرۍ د کوټوترمېنځ د ملګرتيا وده او بينکي موافقه ليکونه په بر کښې نيسي.په دغه چوکاټ کښې په تېره بيا د چابهار بندر په پروژه کښې د تهران او نوي ډيلي ملګرتياو د تجارت او د سيمې بازارونو ته د آسانې، چټکې او امنه لاسرسائۍ په زمينه کښې کم مثاله فرصت رامنځته کړے دے. دغو ملاحظاتو ته په پام سره نوي ډيلي ته د ظريف سفر له يوه نظره پکار دے د ايران د سيمه ايزې فعالې ډېپلومېسۍ په چوکاټ کښې وجاجوو او له بل نظره د تهران او نوي ډيلي د دوو اړخيزو تعلقاتو د پراختيا په لړ کښې وبولوو. په تېره بيا دا چې هند ته په سفر کښې له ظريف سره يو لوړ رتبه سياسي او اقتصادي پلاوے ملګرتيا کوي.

-----------

 

 

ټیګونه