نړیواله ټولنه دې د برجام د ژغورنې لپاره اقدامات زیات کړي
(last modified Sat, 18 May 2019 01:14:41 GMT )
May 18, 2019 05:44 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه دې د برجام د ژغورنې لپاره اقدامات زیات کړي

د ایران خارجه وزیر: نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره موثره او څرګند اقدامات زیات کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بیګا څو آسیايي هیوادونو ته د خپل سفر په پاې کښې، په یو ټویټ کښې ولیکل: نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره موثره او څرګند اقدامات زیات کړي.

فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې محمد جواد ظریف په دغه ټویټري پيغام کښې، ترکمنستان، هندوستان، چاپان او چین هیوادونو ته خپل کړي سفر ته اشاره وکړه او ویې ویل: د جاپان د وزیراعظم او خارجه وزیر او هم داشان د چین د بهرنیو چارو د وزیر په شمول د دغه هیواد له چارواکو سره مې ګټه ورې خبرې اترې درلودلې.

ظریف زیاته کړې چې نړیواله ټولنه، د ایټمي موافقې غړي او د ایران انډیوالان دې د څرګندو اقتصادي اقداماتو له لارې د ثبات د راستنولو اود  برجام د ژغورنې لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.

 

ټیګونه