ظريف: د ايران د خلقو په خلاف د امريکې اقتصادی جنګ له ترهه ګرۍ سره څه فرق نه لري
(last modified Thu, 23 May 2019 11:41:54 GMT )
May 23, 2019 16:11 Asia/Kabul
  • ظريف: د ايران د خلقو په خلاف د امريکې اقتصادی جنګ له ترهه ګرۍ سره څه فرق نه لري

د ايران خارجه وزير له يوې امريکائي رسنې سره په مرکه کښې وويل، د ايران د ملت په خلاف د امريکې اقتصادي جنګ په عملی توګه له ترهه ګرۍ سره څه فرق نه لري.

محمد جواد ظريف له سي اېن اېن سره په يوه خصوصي مرکه کښې وويل، د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو کښې وويل چې له ايران سره د اقتصادي جنګ په حال کښې دے، اقتصادي جنګ د ايران د خلقو د نښه کولو په معنا دے، يعنې د عامه خلقو هدف ګرځول او د ژوند له ضرورياتو څخه د هغوي د بې برخې کولو لپاره کوشش کول چې داسې کار له ترهه ګرۍ سره برابر  دے.

هغه د امريکې له وروستيو سياستونو څخه د ايران د مطلب اخېستنې په اړه واضحه کړه، هم هغه ډول چې په امريکه کښې زياتره وائي  مشکل دلته دے چې د امريکې اوسنے حکومت په بنيادي توګه بهرنے سياست نه لري اوخپل خارجي سياست يې له کورنيو سياستونو سره د قياس په بنياد اېښودےدے چې له خارجي چارو سره عموميت نه لري.

 

 

ټیګونه