د امریکایانو لاپې د ایران لپاره هیڅ اهمیت نه لري
د ایران د خارجه وزارت ویاند د امریکې د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي چمهوریت د امریکایانو ویناؤ او لاپو شاپو ته چندانې پام نه کوي.
سید عباس موسوي نن د ایران د خارجه وزارت د ویاند په توګه په خپله وړومبنۍ خبري غونډه کښې وویل: د امریکایي چارواکو د لحن او لهجې بدلیدل باید په کړنلارې او کردار کښې د هغوي د بدلون سبب شي.
هغه هم داشان د تهران سیمه ایزې ډیپلماسۍ ته په اشارې سره وویل: ایران د سیمې له هیوادونو سره د دوه، درې او حتی پنځه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کښې منظم او دوامداره لیده کاته لري او دا فعال او متوازن بهیر به جاري هم وساتي.
موسوي د نه تیري د تړون لاسلیکولو لپاره عربو هیوادونو ته د ایران د خارجه وزیر د وړاندیز په هکله هم څرګنده کړه: د فارس خلیج د جنوبي سیمې هیوادونه د ایران ډیر مهم ګاونډیان دي او تهران نیت لري چې شخړې او غلط فهمۍ کمې کړي او حتی بیخي یې ختمې کړي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند هم داشان د سوریې کړکیچ ته په اشارې سره وویل: له ځینو هیوادونو د تهران غوښتنه دا ده چې سوریه پریږدي چې د دغه هیواد حکومت او ولس خپل کار په خپله ترسره کړي. هغه ټینګار وکړ چې د سوریې ملي حاکمیت به زر یا پس، د دغه هیواد پر ټولې خاورې واکمن شي.