په تهران کښې د ايران او جرمني د بهرنيو چارو د وزيرانو کتنه
Jun 10, 2019 13:43 Asia/Kabul
د جرمني خارجه وزير د ايران له خارجه وزير سره په تهران کښې کتنه او خبرې اترې وکړې.
د ايرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف او د جرمني خارجه وزير هايکو ماس په دغه کتنه کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د وروستۍ سطحې، د برجام اېټمي موافقې او د سيمه ايزو او نړيوالو حالاتو او بدلونونو په اړه صلاح مشورې وکړې.
د جرمني خارجه وزير په تېرو ورځو کښې عراق، اردن او اماراتو ته هم سفر وکړ.