د ايران واليبال ټيم د پرتګال په مقابل کښې بريالے شو
Jun 22, 2019 05:08 Asia/Kabul
د ايران ملي ټيم د ۲۰۱۹ کال د واليبال د ملتونو د ليګ د څلورمې هفتې په شروع کښې پرون د ايران په اردبيل کښې د پرتګال ټيم ته ماتې ورکړه.
د ايران واليبال ټيم د يو په مقابل کښې په دريو سره د پرتګال ټيم ته ماتې ورکړې او د واليبال د ملتونو د ليګ په لېسټ کښې خپل وړومبيتوب ثابت کړ.
د ايران د واليبال ملي ټيم تر اوسه د پرتګال، روسيې، پولېنډ، کېنېډا، اېټاليا، جرمني، چين، آرجنټائن او جاپان ټيمونو په مقابل کښې د نهو کاميابيو په ترلاسه کولو او د برازيل په مقابل کښې په يوې ماتې سره د سياليو د لېسټ په سر کښې راغلے دے.
ايران به نن د آسټرېليا له ټيم سره سيالي کوي.
د ۲۰۱۹ کال د واليبال د ملتونو د ليګ سيالۍ د شپاړسو ټيمونو په شتون سره روانې دي.