ظريف: ايران له مختلفو هېوادونو سره د پېسو د معاهدو په باره کښې د خبرو اترو په حال کښې دے
Jun 23, 2019 12:56 Asia/Kabul
د ايران خارجه وزير د پېسو د معاهدو په باره کښې له مختلفو هېوادونو سره د تهران د خبرو اترو خبر ورکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف نن وويل، ايران د پېسو د تړونونو او معاهدو په لړ کښې له ترکيې، روسيې، چين، آذربائيجان جمهوريت، هند او ځينو نورو هېوادونو سره د خبرو اترو کولو په حال کښې دط او له ځځينو نورو هېوادونو سره هم په دې حقله يو لړ موافقې ترسره شوې دي.
محمد جواد ظريف زياته کړه، ايران د امريکې له بنديزونو سره د مقابلې لپاره خپل ټول کوششونه شروع کړي دي.