بي ډلې، ټرمپ له ایران سره جنګ ته ډیر نزدې کړی و
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: (بي ډلې) ډیره لږه فاصله درلودله چې د امریکې ولسمشر د جنګ میدان ته ټیل وهي.
محمد جواد ظریف پرون په خپل یو ټویټ کښې ولیکل: د جاسوسي ډرون تیری، د چټکو کشتیو اخیستل او ټیلیفوني اړیکه چې موخه یې په تیلي کشتیو د حملې په ایران پورې تړل وو، ثابتوي چې (بي ډلې) د جنګ میدان ته د امریکې د ولسمشر له راوستو سره ډیر لږ واټن درلود خو ډونلډ ټرمپ په احتیاط سره د جنګ د نښلیدو مخه ونیوله.
له (بي ډلې) د ایران د خارجه وزیر اشاره په نړۍ کښې هغو څو جنګ غواړو سیاستوالانو ته ده چې د هغوي نوم یا لقب له (ب) څخه پیلیږي.
په دغو کښې د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو، سعودي ولیعهد محمد بن سلمان، د اماراتو ولیعهد محمد بن زاید او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت صلاح کار جان بولټن شامل دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له دې مخکښې هم په ځلونو خبرداری ورکړی و چې د (بي، ګروپ) غړي هڅه کوي چې ټرمپ له ایران سره په یوې ناغوښتنې پوځي نښتې اخته کړي.