اروپا د برجام د ساتنې لپاره هیڅ لګښت ورکولو ته نه ده تیاره
د ایران مرستیال خارجه وزیر وايي: اروپايي شرکتونه د امریکې د خزانې وزارت له حکمونو د سرغړولو جرأت نه لري او دا، حتی د خپلو سرحدونو دننه د اروپا د حاکمیت د نشتوالي معنا ورکوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر سیاسي مرستیال په تهران کښې د مینځني ختیځ لپاره د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال انډریو موریسن په کتنه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې پر ایټمي موافقې د د اروپایانو د نه پابندۍ وجه، د سیاسي ارادې نشتوالی دی، څرګنده کړه: اروپا تیاره نه ده چې د دې موافقې د ساتنې لپاره ډیر لګ تاوان ورکړي.
سید عباس عراقچي په دغه کتنه کښې د ایټمي موافقې په وړاندې په خپلو ژمنو باندې په عمل کښې د اروپايي هیوادونو د ځنډ او لټۍ په یادولو سره وویل: په خواشینۍ سره د ایران او اروپا د دندو او حقوقو ترمینځ انډول نشته.
د ایران مرستیال خارجه وزیر څرګنده کړه: اروپايي شرکتونه د امریکې د خزانې وزارت له حکمونو د سرغړولو جرأت نه لري او دا، حتی د خپلو سرحدونو دننه د اروپا د حاکمیت د نشتوالي معنا ورکوي.
عراقچي په ایټمي موافقې کښې د ایران د ژمنو کمولو ته هم اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا یوه ملي او نه بدلیدونکې فیصله ده او اسلامي ایران به د خپلو غوښتنو تر پوره کیدو پورې، دا بهیر جاري وساتي.