اروپایان د خپلو برجامي ژمنو د پوره کولو توان او اراده نه لري
(last modified Tue, 25 Jun 2019 01:29:54 GMT )
Jun 25, 2019 05:59 Asia/Kabul
  • اروپایان د خپلو برجامي ژمنو د پوره کولو توان او اراده نه لري

د ایران خارجه وزیر: اروپایان چې هر کله باور وکړي چې باید د خپل امنیت د ساتنې لپاره لګښت ورکړي نو ایران به هم په ځواب کښې په خپلو فیصلو بیا غور وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د انسټکس (د اروپا او ایران د ځانګړې ملي لارې چارې) په پیلولو کښې د اروپایانو بیاځلې ځنډ ښودنه کوي چې هغوي په ایټمي موافقه کښې د خپلو کړو ژمنو د اجرا کولو ضروري توان او هوډ نه لري.

محمد جواد ظریف په تهران کښې خبریالانو ته وویل: انسټکس یو ابتدايي ګام و چې که حتی په بشپړه توګه اجرا شوی هم وی نو د اروپا د هغو اقداماتو یوازې یوه برخه په کښې شاملیده چې په برجام (ایټمي موافقه) کښې یې ژمنه کړې ده.

ظریف په دې خبرې سره چې د انسټکس په اجرا کښې د اروپایانو یو وار بیا ځنډ سبب کیږي چې ایران د ایټمي موافقې د ۳۶ مادې په چوکاټ کښې خپلې ژمنې کمې کړي، څرګنده کړه: اروپایان چې هر کله باور وکړي چې باید د خپل امنیت د ساتنې لپاره لګښت ورکړي نو ایران به هم په ځواب کښې په خپلو فیصلو بیا غور وکړي.

د ایران خارجه وزیر د پيړۍ د معاملې په هکله هم څرګنده کړه: قدس د خرڅولو نه دی او فلسطینیان هم نه غواړي چې خاوره، عزت او د پلار نیکه میراث یې وپلوري په دې وجه د پیړۍ د معاملې د طرحې په اجرا کښې د امریکې اقدام به له دغه هیواده د سیمې د خلکو د کینې او کرکې پرته بله نتیجه ونه لري.

 

ټیګونه