بي ډله د جنګ تږې ده
(last modified Tue, 25 Jun 2019 03:06:41 GMT )
Jun 25, 2019 07:36 Asia/Kabul
  • بي ډله د جنګ تږې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا په یو ټویټ کښې ولیکل: دا چې د امریکې پوځ په فارس خلیج کښې هیڅ کار نه لري، سل په سلو کښې سمه خبره ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا په یو ټویټ کښې په دې خبرې سره چې (بي ټیم) د امریکې د ګټو په فکر کښې نه دی، ولیکل چې دغه ډله د جنګ تږې ده.

محمد جواد ظریف د امریکې د ولسمشر دې څرګندونو ته هم اشاره وکړه چې وايي د دغه هیواد پوځ په فارس خلیج کښې هیڅ کار نه لري، څرګنده کړه: دا چې د امریکې پوځ په فارس خلیج کښې هیڅ کار نه لري، سل په سلو کښې سمه خبره ده.

ظریف زیاته کړه: له فارس خلیجه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکې او نړۍ په ګټه دي.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیګا ماښام په یو ټویټ کښې په فارس خلیج کښې د خپل هیواد په پوځي شتون نیوکه وکړه او مدعي شو چې امریکا په دغې سیمې کښې شتون ته هیڅ ضرورت نه لري.

له (بي ډلې) د ایران د خارجه وزیر اشاره په نړۍ کښې هغو څو جنګ غواړو سیاستوالانو ته ده چې د هغوي نوم یا لقب له (ب) څخه پیلیږي. په دغو کسانو کښې د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو، سعودي ولیعهد محمد بن سلمان، د اماراتو ولیعهد محمد بن زاید او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت صلاح کار جان بولټن شامل دي.

 

ټیګونه