ايران د تېرې اونۍ په هنداره کښې ۱۳۹۸-۰۴-۰۸
د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانوته د سلامونو په وړاندې کولوسره ايران د تېرې اونۍ په هنداره کښې له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي تېره هفته د قضائيه قوې د اونۍ په مناسبت د قضائيه قوې د مشر او د يو شمېر قاضيانو او چارواکو په کتنه کښې يو لړ مهم بيانات وړاندې کړل. دوي د خپلې وېنا په يوه برخه کښې منجمله په يوه بشپړه شننه کښې د خبرو اترو لپاره د امريکې د وړانديز اصلي مقصد د ايران د ملت بې وسلې کول او د اقتدار د عواملو له منځه وړل وبلل.
نو وړومبنۍ برخه دغې موضوع ته بيله کړې شوې ده.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه کتنه کښې د وروستيو هفتو خبري بهيرونو ته په اشارې سره وفرمايل، په دې ورځو کښې زياتره خبري او سياسي ټولنې د کارپېژاندو په نقل سره اعتراف کوي چې د ايران ملت په دباو او ګواښ سره نه شي په ګونډو کېدې.
دوي واضحه کړه، البته دا حقيقت د وروستيو مياشتو د پېښو په نتيجه کښې نه دے بلکه د څلوېښتو کلونو هغه ټينګ اودرېدنه، عزت، عظمت او اقتدار دے چې د ايران ملت يې ښودنه کړې ده.
اسلامي جمهوري نظام په ديني ارزښتونو باندې په تکيې او د نړيوالو قوتونو د يو اړخيزو سياستونو په نفي کولو سره په څلورو لسيزو کښې لوے بدلون رامنځته کړ او د امريکې د دباونو، زوروينو او بدماشيو په مقابل کښې يې د دښمنانو په وړاندې خپل نفوذ نه قبلونه ثابته کړې ده.
امريکه نن هم په شاتګ او زوال په لور روانه ده، په داسې حال کښې چې د ايران ملت کړې شوي دي د ترستم لاندې ملتونو ترمېنځ د سلطې د نظامونو په وړاندې د ټينګ اودرېدنې روحيه مضبوطه کړي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دې حقيقت په بيانولو کښې د انقلاب کاميابي د ذلت او خوارۍ له خول او څرمنې څخه د بهر راوتلو ټکے وبلۀ او وې فرمايل: په وروستيو څلورو لسيزو کښې له اسلامي خصوصيتونو سره د ايراني تشخص اخښل کېدنه د دې سبب شوه چې د نړيوالو بدماشانو دباونه د ملت د حرکت په چلند کښې څه تاثير ونه لري.
دوي واضحه کړه، امريکايان اوس د ايران د ملت د اقتدار له عواملو څخه په وحشت سره ويره لري او غواړي راوړاندې شي او په خبرو اترو سره د ايران له لاسه د اقتدار دغه عوامل او وسله واخلي چې هر مصيبت چې وغواړي د ملت په سر نازل کړي.
حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د خپلو بياناتو په دوام کښې د بشري حقوقو له وسيلې څخه د امريکايانو ناوړې استفادې ته په اشارې سره هغوي ته په خطاب کښې وفرمايل، تاسو تقريباً درې سوه بې ګناه مسافر په فضاء کښې وژنئ او د سعوديانو په مرستې سره په يمن کښې مسلسل جنايتونه کوئ او بيا د بشري حقوقو ادعا کوئ.»
په تپل شوي جنګ کښې له کيميائي وسلو څخه د صدام په پراخه استفاده کښې د امريکې او ځينو اروپائي هېوادونو رول د لويديځو حکومتونو د جنايتکارانه کردار يو بل مخ دے.
د ايران د دفاع وزير جنرل امير حاتمي د تېرې جُمعې په ورځ په همدې لړ کښې په تپل شوي جنګ کښې په سردشت ښار کښې کېميائي بمباريو په اشارې سره د دې په بيانولو چې چې په کيميائي وسلو د عراق د بعث رژيم په سنبالولو کښې د امريکې په شمول د ځينو لويديځو هېوادونو د کردار په بيانولو سره وويل، د بشري حقوقو دروغجن مدعيان د خپلو تېرو او اوسنيو جنايتونو په اړه د بشري وجدان په مقابل کښې پکار دي ځواب ويونکي وي.
د لويديځو هېوادونو په اعتراف سره شل زره ايرانيان د صدام رژيم د کيميائي جنايتونو له کبله شهيدان شوي دي. د ۱۹۸۷ کال د جون په ۲۸ په سردشت پوله ايزې سيمې په کيميائي بمبارۍ کښې د دغې سيمې څلورنيم زره کسان په شهادت ورسېدل.
د صدام رژيم د لويديځ په ملاتړونو سره د عراق په کردستان کښې په حلبچه کُرد مېشته ښار هم کيميائي بمونه اورول له پينځو زره نه د زياتو ښځو، سړيو او ماشومانو د غميزناک مرګ سبب شول.
اوس هم امريکه په سيمه کښې د جنګ او جنايت د تيارۍ په حال کښې ده. امريکه په ايران کښې د ملي وحدت او ثبات د ګډوډولو او د امنيتي مشکلاتو رامنځته کولو ته متوجه شوې ده.
د امريکې پخوانۍ خارجه وزيرې مېرمن هېلري کلېنټن « سخت انتخابونه» نومې کتاب کښې ليکي: «د امريکې د ولسمشر باراک اوباما حکومت په ايران د ۱۳۸۸ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو له بلوو نه وروسته په لسګونو ميلين ډالرو په لګولو سره په ټوله دنيا کښې د ايران له پينځو زرو نه د زياتو مخالفينو په روزنه او تربيت کولو لاس پورې کړ.»
د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکيد وکړ، د ايران مظلوم او مقتدار ملت د دنيا د ترټولو شرير حکومت يعنې امريکې د دباونو، تورونو او سپکاويو په وړاندې سر نه ټيټوي او عزت ،سوکالۍ، پرمختګ او سرلوړۍ ته د رسېدو لپاره به د انقلاب او امام لارې ته دوام ورکړي.
د ايران ملت به د هغې لارې په دوام سره چې اسلام، انقلاب او امام ښودلې ده، خپلو ارزښت لرونکو او په زړۀ پورې اهدافو يعنې عزت ، مادي سوکالۍ، په علم او سائنس کښې مخکښې کېدو او اجتماعي امنيت ته ورسيږي.
د ايران ملت د ګواښونو، دباونو او دسيسو په مقابل کښې هيڅکله په رعب کښې نه دے راغلے. د ايران اسلامي جمهوريت تل سياسي او نړيوالو مسائلوته صلح غوښتونکے نظر لرلے دے او له هيڅ يو هېواد سره يې د جنګ اراده نه ده لرلے او نه لري. ايران باوري دے چې د فارس خليج د سيمې لپاره د ګډو لارو چارو برابرول د ټولو هېوادونو په برخې اخېستو سره امکان لري. د فارس خليج او د هرمز د تنګۍ امنيت تل د ايران لپاره مهمه چاره ده او هم هغه ډول چې د ايران په خلاف د عراق د تپلي جنګ په دوران کښې يې د هغو حفاظت وکړ په آئنده کښې به هم په دغې مهمې سمندري لاره کښې د ګډوډې رامنځته کولو لپاره له هر ډول کوششونو سره مقابله وکړي.
برجام ايټمي موافقه په دې ورځو کښې ترسختو دباونو لاندې ده او هرڅه د اروپايانو له فېصلې او اقدام سره تړلي دي.
د ايران او اروپا ترمېنځ د مالي لارې چارې « اېنسټېکس» شروع کول پکار دي د ايران ضرورتونو ته ځواب ويونکي وي او د دې د ناکامۍ په صورت کښې به ايران ورپسې ګامونه په پرېکنده توګه اوچت کړي.
د ايران د خارجه وزارت وياند سيد عباس موسوي د دې ټکي په بيانولوسره تاکيد وکړ د ايران د اسلامي جمهوريت راتلونکي ګامونه به د برجام ايټمی موافقې په اړه د اروپائي هېوادونو له عملي اقدام سره تړاو ولري.
د ۲۰۱۸ کال د مۍ په مياشت کښې له برجام ايټمي موافقې څخه د امريکې په وتلوسره په يو وخت په دغې نړيوالې موافقې کښې باقي پاتې هېوادونو يعنې برطانيې، جرمني او فرانسې او د راوپائي اتحاديې غړيو هېوادونوله ايران سره د اروپائي وړو او متوسطو شرکتونو د تجارت د اسانولو لپاره د يوې خاصې مالي لارې چارې د برابرولو خبره وکړه چې د مياشتو مياشتو له ځنډه وروسته د ۲۰۱۹ روان ميلادي کال په جنورۍ کښې له ايران سره د اېنسټېکس نومې دغه خاصې تجارتي لارې چارې د برابرولو رسماً اعلان وشو.
په همدې چوکاټ کښې د تېرې جُمعې په ورځ په ويانا کښې د خارجه مرستيالو وزيرانو په سطح د برجام د باقي پاتې غړيوپه شتون سره د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن غونډه اوشوه له دغې نړيوالې موافقې څخه د امريکې د وتلوپه نتيجه کښې له رامنځته شويو مشکلاتو او خنډونوسره د مقابلې لارې چارې وڅېړلې شوې.
د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال سيد عباس عراقچي د ويانا غونډه مثبته وبلله او وې ويل په راتلونکو ورځو کښې به د اېنسټېکس له لارې د ايراناو اروپا مالي تبادلې ترسره شي.
خو عراقچي د دې په بيانولو سره چې دغه اقدامات لا تر اوسه د ايران له غوښتنو سره ډېره فاصله لري زياته کړه، د برجام په اړه د تهران د دريځ د بدلولو لپاره په دغو خبرو اترو کښې شوے پرمختګ کافي نه دے. د تېرې جُمعې د دغې غونډې په آخر کښې موافقه اوشوه چې ډېر زر د خارجه وزيرانو په سطح د برجام د ګډ کمېشن غونډه جوړه شي.
په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي مجيد تخت روانچي هم د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ د ملګرو ملتو د امنيت د شورا په غونډه کښې چې د ۲۲۳۱ پرېکړليک د اجراء د څه رنګوالي د څېړنې په موضوع سره اوشوه د برجام ايټمي موافقې د نورو لورود ژمنو اجراء د دغې موافقې يو بل رکن وبلۀ او وې ويل: له برجام څخه د امريکې وتلو او د بنديزونو بيا لګولو له برجام څخه د ايران د ګټې اوچتولو زمينه له منځه اوړې ده.
تخت روانچي د دې په بيانولو سره چې امريکه په بې شرمۍ سره نور حکومتونه ګواښي چې يا دې د ۲۲۳۱ پرېکړليک خلاف ورزي وکړي او يا له سزا سره مخامخ شي واضحه کړه، ايران د برجام ايټمي موافقې د اجرا لپاره د خپل سټراټيجک صبر د سياست په اجرا کښې د امريکې د اقتصادي جنګ او په اصطلاح د دغه هېواد د ډېر سخت دباو د سياست په نتيجه کښې چې د ايران د تېلو د صادراتو صفر رسولواو ورسره د ازاد تجارت د ختمولو لپاره کوششونه شامل دي درانه لګښتونه زعملي دي.
تخت روانچي د دې په بيانولو سره چې د نړيولو حقوقو له مخې د متعارف بالېسټک توغنديو د پروګرام پراختيا يو ذاتي حق دے او د ۲۲۳۱ پرېکړليک هم هغه ممنوع يا محدود کړي نه دي واضحه کړه، د ايران اسلامي جمهوريت به د خپلو متعارفودفاعی توانمنيو او امنيت په اړه خبرې اترې ونه کړي.
د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف تېره هفته په خپله ټوئيټر پاڼه کښې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کښې وليکل، بنديزونه د جنګ په ځاے نه دي بلکه خپله جنګ دے. له ايران سره لنډ جنګ يو توهم دے. هر چا چې جنګ شروع کړ نو ختمونکے به يې نه وي. د خبرواترو او ګواښ ګډوله ځواب نه ورکوي.»
د ملګرو ملتو د يو اړخيزو جبري اقداماتو رپورټر ادريس جزائري هم په دې تاکيد سره چې د برجام په اړه د امريکې کردار د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک په خلاف دے د ايران په خلاف د امريکې بنديزونه ډېر سخت ډول بنديزونه بولي او وائي: دا حالت د ايران د داسې غېر قانوني محاصرې سبب شوے چې د بشردوستانه قوانينو مطابق ممنوع چاره ده.