انګریز حکومت باید اسلامی ایران ته جوت ځواب ووائی
(last modified Sat, 06 Jul 2019 10:30:36 GMT )
Jul 06, 2019 15:00 Asia/Kabul

دایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت دکمیشن مشر له لویدیځی هیوادونو او د امریکا له متحدانو چې هڅه کوی ددغه رژیم د انسانیّت ضد اوتیریګرو سیاستونو پیروی وکړی هم غوښتی دی ،داسې اقدامات دې ونه کړی،چې اسلامی ایران دهغو په ضد ورته چارې ته اړباسی .

د ایران د اسلامی شورا دبهرنی سیاست او ملی امنیت دکمیشن مشر مجبتی ذوالنوری  نن زمونږ خبریال سره په خبرو کې داسلامی ایران د  یوې تیلی کشتۍ په درولو کې د انګلستان د سمندری ځواک سپین سترګی اقدام  د نړیوالو قوانینو  او مقرراتو خلاف ورزی وبلله .

  ذوالنوری ټینګار کړی،که انګلستان  دایران د اوومو تیلو کشتۍ د درولو  موضوع  ختمه نه کړه،نو اسلامی ایران به هم د ورته مقابلې لپاره اقدام وکړی اوهمدغه شان کار به وکړی .

 دایران د   اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت دکمیشن مشر له لویدیځی هیوادونو او د امریکا له متحدانو چې هڅه کوی ددغه رژیم دانسانیّت ضد اوتیریګرو سیاستونو پیروی وکړی هم غوښتی دی ،داسې اقدامات دې ونه کړی،چې اسلامی ایران دهغو په ضد ورته  چارې ته اړباسی . 

 د انګلستان سمندری ځواک په تیې پنجشنبې ورځې په یوه غیر قانونی  اقدام کې په جبل الطارق  اسپانیائی  سمندری حدودو کې د امریکا په  غوښتنېدایران یوه تیلی کشتۍ درولې  ده  چې  د اسپانیا خارجه وزارت هم  دانګریز ځواک په دغه اقدام  سخت اعتراض کړی او له هغوی توضیح غوښتې ده .داسلامی ایران خارجه وزارت هم په دې اړه  په تهران کې انګریز سفیر  احضار کړی او هغه  ته ئې داسلامی ایران سخت اعتراض رسولی دی .

 

ټیګونه