ایران به د ځان خلاف د امریکې یواړخیز بندیزونه شنډ کړي
(last modified Mon, 08 Jul 2019 01:07:08 GMT )
Jul 08, 2019 05:37 Asia/Kabul
  • ایران به د ځان خلاف د امریکې یواړخیز بندیزونه شنډ کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو وزیر د خپل هیواد خلاف د امریکې د دسیسو او یواړخیزو بندیزونو په تیره بیا د تیلي بندیزونو د شنډولو لپاره د هلوځلو په دوام ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو وزیر د خپل هیواد خلاف د امریکې د دسیسو او یواړخیزو بندیزونو په تیره بیا د تیلي بندیزونو د شنډولو لپاره د هلوځلو په دوام ټینګار وکړ.

بیژن نامدار زنګنه بیګا د ایران د ټیلیویژن د دویم چینل په ځانګړي پروګرام کښې په دې خبرې سره چې اسلامي ایران د دښمنانو مقابله کولی شي، وویل: په راتلونکي کښې به د ایران د تیلو وضعه لاښه شي.

د ایران د تیلو وزیر دې ټکي ته په نغوتې سره چې د امریکایانو د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره خپل تیلي معلومات نه شو بیانولی، ټینګار وکړ: په راتلونکي کښې د تیلو صادراتو ته هیله مند یو.

ښاغلي زنګنه پّ دوام کښې د عربستان د تیلو د وزیر د دې ادعا په ځواب کښې چې ګني ایران د نړۍ د انرجۍ امنیت په خطر کښې اچوي، زیاته کړه: ایران د سیمې د انرجۍ د ثبات او امنیت ترټولو ستر ضمانت ورکونکی دی او په نړۍ کښې د انرجۍ د ثبات ترټولو ستره ګډوډونکې، امریکا ده.

د ایران د تیلو وزیر هم داشان د بریطانیا د سمندري ځواک له خوا په جبل الطارق کښې د ایران د نیول شوې تیل وړونکې کشتۍ په هکله هم زیاته کړه: د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا چاره په قدرت سره تعقیبوي او هیله لري چې زر یې راخلاصه کړي.

 

ټیګونه