د ايران دفاعي اقتدار، نه زيانمنېدونکے
د ايران د وسله والوځواکونو لوے درستيز جنرل محمد باقري د دزفول د "وحدتي" ښکاري هوائي اډې د هوا فضاء دفاعي يونټونو او همدارنګ د ۲۹۲ زغره وال بريګېډ د کتنې په موقع تاکيد وکړ، د ايران دفاعي اقتدار نه زيانمنېدونکے دے.
جنرل باقري د دغې کتنې په دوران کښې چې د تېر ګل په ورځ ترسره شوه همدارنګ په سيمه کښې وروستيو مسائلو ته په اشارې سره وويل، که دښمن زمونږ ګټو ته په کږه سترګه اوګوري يا يو وړوکے غونډې تېرے وکړي، د ايران اسلامي جمهوريت به په مناسبه موقع مناسب ځواب ورکړي.
هغه زياته کړه، دا چې په تېرو ورځو کښې ځينې واقعات رامنځته شول او اوس يې هم څه ځواب نه دے ترلاسه کړے، د خاموشۍ يا د هغوي د تيريګرۍ د منلو په معنا نه دي او په مناسبه او لازمي موقع به دښمنانو ته ځواب ورکړې شي.
د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاع وزير جنرل امير حاتمي هم د تېر ګل په ورځ د ايران په بندر عباس کښې د پوله ايزو ځواکونو په کيشتيو کښې د «حيدر» کلاس کيشتيو د شاملولو په مراسمو کښې د دې په بيانولو سره چې د ايران تېل اوړونکې کيشتۍ اودرول د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده، واضحه کړه، ايران تل له سمندري لار وهنې او ډاکه مارۍ سره پرېکنده مبارزه کړې ده او بې له شکه چې د برطانيې ډاکه ماري به هم بې ځوابه پاتې نه شي. د ايران اسلامي جمهوريت د دفاعي قوت له نظره نن په پوره توګه مخنيونکي سطح کښې شتون لري او د دفاعي توان له لرلو نه علاوه د ضرورت په صورت کښې يرغلي قوت هم لري.
د بروکېنګز ادارې لخوا د خپور شوي رپوټ له مخې ايران پينځلس ډوله بېلېسټک توغندي لري چې له دوه سوه نه تر شپږ زره کېلوميټرو پورې ويشتل کوي.
د فوځي مطالعاتو د ادارو له نظره له غاړو نه سمندر ته د ويشتونکو توغنديو توان او هغو چټکو کيشيتو عملياتي توان چې په اوچت حجم او د فارس خليج د سواحلو په دوه نيم زره کيلوميټري حدودو کښې ځاے پرځاے دي او ډېر لنډ عملياتي وخت لري د تيري ګرو ځواکونو لپاره يو هر اړخيز ټېکنالوجيک مشکل دے.
د امريکې د سمندري ځواکونو کېډټ کالج او رند ادارې لخوا رپوټ د ايران ډرون قوت هم د ايران په مقابل کښې د امريکې د فوځ يو اصلي مشکل معرفي کوي.
د ايران د دفاعي پالېسۍ په قالب کښې د دغو ظرفيتونو اهميت د جنګ له رامنځته کېدو څخه د مخنيوي لپاره دے. د سټراټيجکو مطالعاتو او څېړنو د مراکزو په اعتراف ايران د سټراټيجکو اهدافو په چوکاټ کښې د ګواښونو په مناسبت سره خپل دفاعي قوت زيات کړے دے. په دې زمينه کښې له لاسته راوړنو څخه په ماډرن او کيشتيو ضدو کروز توغنديو او راکټونو سنبالو اوبتلونو نومونه اخېستې شوو.
بې له شکه دغه ظرفيتونه د احتمالي فوځي انتخابونو په باره کښې په هر ډول فېصله کولو او محاسباتو کښې ټاکونکي دي. په حقيقت کښې د ايران لخوا د متقابل ګوزار ورکولو توان او موثره دفاع کښې د ځواب ويلو قوت هغه چارې دي چې د دښمن محاسبات يې تر تاثير لاندې راوستلي دي. دغه عوامل د دې سبب شوي دي چې سټراټيجک محاسبات ښودنه وکړي چې د امريکې جنګي سېسټم د ايران په خلاف د يرغل د شروع کولو په صورت کښې نه زغمېدونکي لګښتونه ولري.
البته د ايران اسلامي جمهوريت هيڅکله په سيمه يا له سيمې نه په بهر کښې د جنګ شروع کونکے نه ؤ او نه دے. خو که له فوځي ګواښ او حملې سره مخامخ شي نو په سختۍ او قوت سره به له خپل امنيت څخه دفاع وکړي.
د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د عمومي قوماندان جنرل عبدالرحيم موسوي څرګندونې په همدې ټکي باندې تاکيددے.
جنرل موسوي د دې په بيانولوسره چې اسلامي جمهوريت هم هغه شان چې په ځلونو يې اعلان کړے دے له هيڅ يو هېواد سره جنګ نه غواړي تاکيد وکړ، ايران هيڅکله د جنګ شروع کونکے نه دے خو د ځان په دفاع ښۀ پوهيږي.
--------