انګریزان په سمندر کښې د ناامنۍ پيلونکې دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د انګلستان له خوا د ایران د تیل وړونکې کشتۍ نیول یو ماشوم ډوله، سپک او غلط کار وباله او ویې ویل: انګریزانو په سمندر کښې ناامني پیل کړې ده او د دې کار په پایلو به هم پوه شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د انګلستان له خوا د ایران د تیل وړونکې کشتۍ نیول یو ماشوم ډوله، سپک او غلط کار وباله او ویې ویل: انګریزانو په سمندر کښې ناامني پیل کړې ده او د دې کار په پایلو به هم پوه شي.
ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډه کښې په دې خبرې سره چې د ایران د تیلي کشتۍ د نیولو په لړ کښې د انګلستان اقدام د (بي ټیم) په نیابت شوی دی، زیاته کړه: انګریزان چې په خپله د جبل الطارق سیمې نیواکګر دي، په ناروا توګه یې د ایران تیلي کشتۍ نیولې ده.
ډاکټر روحاني څرګنده کړه: ټول باید هڅه وکړي چې په نړۍ کښې د کشتۍ چلونې لیکې بشپړ امنیت ولري ځکه چې د دا ډول اقدماتو تکراریدل په نړۍ کښې د ناامنۍ سبب کیږي او دا کار به د ټولو په تاوان وي.
د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان په برجام کښې د ایران د اقداماتو د څیړننې لپاره د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس له واکمنې شورا د امریکې غوښتنه یوه خندونکې او بې مخینه کیسه وبلله او ویې ویل: امریکایان له یوې خوا برجام یوه ډیره بده موافقه ګڼي او بې له کومې پلمې ترې ووتله او له بلې خوا کله چې ایران خپلې ځینې ژمنې کمې کړي نو اندیښنه څرګندوي.
د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان دا پوښتنه مطرح کړه چې آیا د یورانیمو پخول چې د ساینس او ټیکنالوجۍ په برخه کښې زرګونه صلحه ایز استعمالونه لري، د ایران لپاره بد او د نورو لپاره ښه دي؟