د ایراني کشتۍ نیول، په امریکې پورې د انګلستان د پيئلتیا نښه
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په جبل الطارق اوبلاره کښې د ایراني کشتۍ نیول، په امریکې پورې د انګلستان د پيئلتیا نښه وبلله.
محمد جواد ظریف د لبنان المیادین ټي وي چینل ته په یوه مرکه کښې وویل: د ایراني کشتۍ د نیولو په لړ کښې د بریطانیې اقدام، سمندري ډاکه ماري ده، انګريزان دې په رسمي ډول ووايي چې د امریکې نوکران دي او د دغه هیواد غوښتنې پوره کوي.
د ایران خارجه وزیر څرګنده کړه: امریکایانو د انګلستان د دوستۍ د څرګندولو په وړاندې، په واشنګټن کښې د دغه هیواد د سفیر، وزیراعظم او حکومت سپکاوی وکړ.
د انګلستان سمندري ځواک د روانې جولایۍ میاشتې په پنځمه نیټه په جبل الطارق سیمه د ایران یوه تیل وړونکې کشتۍ په دې پلمه ونیوله چې د سوریې خلاف د اروپايي اتحادیې د بندیزونو خلاف ورزي یې کړې.
خو د ایران خارجه وزارت د انګلستان دا ادعا رد کړې او غوښتې یې دي چې دغه کشتۍ زرترزره خوشې کړي او د خپل مقصد په لور یې روانه کړي.
د انګلستان حکومت د ایران تیلي کشتۍ په داسې حال کښې نیولې ده چې هغې هیڅ کوم سمندري قانون نه دی مات کړی او یوازې له سیاسي امله نیوله شوې ده او په کښې د امریکې لاس دی. امریکې د خپل بندیزي اوزار په کارولو سره د انګلستان حکومت ته حکم کړی چې ایراني کشتۍ په جبل الطارق کښې ونیسي.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر جوزف بورل د ایراني کشتۍ له نیول کیدو سمدستي وروسته وویل: د انګلستان سمندري ځواک د ایران تیل وړونکې کشتۍ د امریکې په غوښتنه، په جبل الطارق سیمې کښې نیولې ده.
دا کشتۍ لاهم په جبل الطارق کښې ولاړه ده او د دغې سیمې پولیسوتیره پنجشنبه ادعا وکړه چې د هغې کپتان او جګ پوړی افسر یې د اروپايي اتحادیې د بندیزونو د خلاف ورزۍ په وجه نیولې دي.
د انګلستان د حکومت سیاسي لوبه ښودنه کوي چې دغه هیواد چې له اروپايي اتحایې په بیلیدو دی، په امریکې پورې له مخکښې نه زیاته پیئلتیا لري. د امریکې له پولو د بهرو بندیزونو اجرا کول چې اروپايي اتحادیې وسره مخکښې مخالفت کړی دی، له امریکې سره د انګریزانو د ملګرتیا نښه ده.
له امریکې سره د انګلستان دوستي او ملګرتیا نه یوازې د ایران د تیل وړونکې کشتۍ د نیولو په پیښه کښې بلکې د ایران په وړاندې د انګلستان په ټول تاریخ کښې (لکه د ډاکټر مصدق د حکومت په دوران کښې د ایران د تیلو د صنعت د ملي کیدو په پیښه کښې) له ورایه ښکاري. په دغه تاریخي پړاؤ کښې هم د انګلستان د هغه وخت حکومت د ایران د تیلو د خرڅون مخه نیولې وه.
اوس په جبل الطارق اوبلاره کښې د ایراني کشتۍ د نیولو په لړ کښې د انګلستان د سمندري ځواک اقدام هم، له دې زیات چې پلمه یې د سوریې خلاف د اروپايي اتحادیې د بندیزونو خلاف ورزي وي، د امریکې د غیرقانوني، یواړخیزو او له پولو د بهرو سیاستونو پیروي ده چې موخه یې د ایران د تیلو د صادراتو بیخي بندول دي.
د بریطانیې د حکومت دا کار د ایټمي موافقې په ملاتړ او د هغه په ساتنه کښې د دغه هیواد له سیاسي دریځونو سره سمون نه خوري. د برجام ساتنه او دوام په دغې ایټمي موافقې کښې د ایران د اقتصادي ګټو په ضمانت کښې دی چې د ایران د تیلو خرڅون یې اصلي ستن ګڼله کیږي.
د انګلستان حکومت په خپلو نویو تحرکاتو سره پر ځاې د دې چې په برجام کښې د موجودو ژمنو له مخې د تیلو په خرڅون کښې د ایران مرسته وکړي، د امریکې په ملګرتیا د ایران خلاف روان دی او د ایراني ولس خلاف یې اقتصادي ترهګرۍ ته مخه کړې ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*