اروپا د برجام په لړ کښې عملاً د امریکې تابع شوې ده
د تهران د دې جمعې د لمانځه خطیب وویل: د برجام لورو اروپايي هیوادونو له دې څو اړخیزې نړیوالې موافقې د امریکې د وتنې د یو کال په تیریدو سره نه یوازې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی بلکې په عملي توګه د امریکې تابع شوي دي.
حجت الاسلام کاظم صدیقي د تهران د دې اونۍ د جمعې په خطبو کښې، له برجامه په یو اړخیزه توګه د امریکې وتل او د ایران خلاف یې بندیزونه لګول د دغه هیواد لپاره بشري رسوايي وبلله او زیاته یې کړه: امریکایانو له ابتدا څخه په ایټمي موافقې عمل ونه کړ، د هغې خلاف ورزي یې وکړه او بندیزونه یې سخت کړل.
هغه په دې خبرې سره چې د برجام په وړاندې د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره اروپایانو ته دوه میاشتنې فرصت ختم شو او د بل فرصت د ورکولو امکان نشته، څرګنده کړه: د ایټمي موافقې د ۲۶ او ۳۶ بندونو له مخې که یو لوری ژمنه ماته کړي نو مقابل لوری هم خپلې ژمنې کمولی شي او د یورانیمو د پخونې په زیاتولو کښې د ایران وړومبی او دویم ګام، د ایران د برجامي ژمنو د کمولو په چوکاټ کښې دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب زیاته کړه چې ایران به د امریکې او اروپایانو له لوظ ماتونو وروسته ړ یورانیمو په پخولو کښې د هیڅ چا ملاحظه ونه وکړي.
حجت الاسلام صدیقي په پاې کښې په سیمه کښې له ترهګرو ډلو سره په مبارزې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت اوسني اقتصدا او هم داشان د ترهګرو د جنایتونو په ځواب کښې توغندوي توان ته اشاره وکړه او ویې ویل: د انګلستان له خوا په جبل الطارق اوبلاره کښې د ایران د تیلي کشتۍ نیول د ایران په اقتدار سترګې پټول دي او تهران به ډیر زر په سخت ځواب سره انګلستان پښیمانه کړي.