انګلستان دې د ایران تیلي کشتۍ زرترزره پریږدي
(last modified Fri, 12 Jul 2019 10:50:39 GMT )
Jul 12, 2019 15:20 Asia/Kabul
  • انګلستان دې د ایران تیلي کشتۍ زرترزره پریږدي

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: له حقوقي نظره په جبل الطارق اوبلاره کښې د ایران د تیل وړونکې کشتۍ د نیولو په هکله د انګلستان ادعاوې د پام وړ نه دي او دغه کشتۍ باید زرترزره ازاده کړی شي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: له حقوقي نظره په جبل الطارق اوبلاره کښې د ایران د تیل وړونکې کشتۍ د نیولو په هکله د انګلستان ادعاوې د پام وړ نه دي او دغه کشتۍ باید زرترزره ازاده کړی شي.

سید عباس موسوي نن ایرنا ته په مرکه کښې څرګنده کړه: اسناد او مدارک او هم داشان د انګریزانو تناقضات ښودنه کوي چې هغوي د امریکایانو تر تاثیر لاندې غواړي یوه خطرناکه لوبه پیل کړي خو زمونږ ورته سپارښتنه دا ده چې دغه کشتۍ زرترزره خوشې کړي ځکه چې دا کار د ټولو په ګټه دی.

د ویلو ده چې د انګلستان سمندري ځواک د روانې جولایۍ میاشتې په پنځمه نیټه د ایران یوه تیل وړونکې کشتۍ په جبل الطارق تنګي کښې په دې پلمه نیولې چې ګني د سوریې خلاف د اروپايي اتحادیې بندیزونه یې مات کړي دي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند د سیمې له عربو هیوادونو سره د تهران د اړیکو په هکله هم وویل چې ایران له خپلو ټولو ګاونډیانو سره صمیمي او نزدې اړیکې لري او د کشالو په اوج کښې یې دغو هیوادونو ته د صلحې، دوستۍ او ورورولۍ پيغام رسولی دی.

هغه څرګنده کړه: د ګاونډي هیوادونو امنیت، ثبات او رونق به د ایران د امنیت، ثبات او رونق سقق شي او دا چاره پر هیوادونو متقابله اغیزه لري او په سیمه کښې د بهرنیو ځواکونو شتون به له امنیت سره هیڅ مرسته ونه کړي او ایران دا شتون د ټولې سیمې لپاره خطرناک ګڼي.

 

ټیګونه