ایران به په هرډول حالاتو کښې د خپلو تیلو صادرات جاري وساتي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر پرون مازیګر له خپل انګریز همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو کښې د امریکې د تیلي بندیزونو په غیرقانوني والي باندې په ټینګار سره وویل چې ایران به په هر ډول حالاتو کښې خپل د تیلو صادراتو ته دوام ورکړي.
محمد جواد ظریف له جرمي هانټ سره په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د مدیترانه په ختیځ کښې د ایران د تیل وړونکې کشتۍ قانوني مقصد ته په اشارې سره زیاته کړه: اروپايي اتحادیه چې تل د امریکې د بهرنیو بندیزونو د لګیدو مخالفه پاتې شوې، په خپله دا ډول کار نه شي کولی او د انګلستان حکومت هم باید د ایران د تیل وړونکې کشتۍ د غیرقانوني توقیف د ختمولو لپاره ضروري تابیاوې وکړي.
د ایران خارجه وزیر هم داشان د نازنین زاغري او د نورو هغو دوه تابعیت لرونکو کسانو په هکله چې په ایران کښې د امنیتي جرمونو له امله نیول شوي دي، خپل انګلیسي همرتبه ته وویل: د دغه کسان د بشپړ قانون روال له مخې نیول شوې دي او د انګلستان له حکومته تمه کیږي چې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د قانون د اجرا او د قضائيه قوې د خپلواکۍ احترام وکړي.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د بریطانیې د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانټ هم د خپلو تیلو د صادرولو لپاره د ایران په حق باندې په ټینګار او په سیمه کښې د شخړو له زیاتیدو د اندیښنې په ښودلو سره هیله وکړه چې په جبل الطارق کښې د حقوقي او قضائي څیړنو پایلې د (ګریس-۱) په نامه د ایران د تیلو د لرونکې کشتۍ د زرترزره آزادۍ سبب شي.
د ویلو ده چې د انګلستان سمندري ځواک د جولایۍ په څلورمه نیټه په یو غیرقانوني اقدام کښې د ایران یوه تیلي کشتۍ په جبل الطارق اوبلاره کښې نیولې ده.
امریکې او اسرائیلو د انګلستان د دغې سمندري ډاکه مارۍ په هرکلي سره ادعا کړې چې دغې ایراني کشتۍ سوریې ته اومه تیل وړل او داشان یې د سوریې خلاف د اروپايي اتحادیې بندیزونه مات کړې دي.