که د ایران تیلي کشتۍ آزاده نه شي نو انګلستان ته به سخت ځواب ورکړو
په انګلستان کښې د ایران سفیر د خپل هیواد د ګریس-۱ نومې تیلي کشتۍ د نیونې په غبرګون کښې وویل: که د ایران دغه کشتۍ آزاده نه کړی شي نو د انګلستان دا کار به بې ځوابه پرې نږدو.
حمید بعیدي نژاد پرون په یو ټویټ کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې انګلستان دې د ایران د تیل وړونکې کشتۍ په نیونه کښې په خپلې محاسباتي تیروتنې سره خپله غلطي بیا نه تکراروي، ولیکل: دغې کشتۍ د هیڅ قانون خلاف ورزي نه ده کړې خو انګلستان په غیرقانوني توګه او په سمندري غلا او ډاکه مارۍ سره دا ډول خلاف ورزي کړې ده.
په عین حال کښې (جبل الطارق کرانیکل) ورځپاڼې د دغې سیمې د لوې څارنوال له قوله خبر ورکړی چې د دغې کشتۍ توقیف د روانې جولایۍ میاشتې تر نولسمې تمدید شو.
د جبل الطارق پولیسو بیا ویلې چې د کشتۍ ټول کارکونکي په ضمانت خوشې شوې دي خو تحقیقات دوام لري.
ایراني چارواکو د انګلستان د ادعاؤ په ردولو سره ویلي چې دغه کشتۍ سوريې ته نه وه روانه او د دغه هیواد بندر د دومره سترې کشتۍ د لنګراندازۍ ظرفیت او وړتیا نه لري.