نيويارک ته د ظريف سفر؛ د "اکو سوک " په کلنۍ غونډه کښې د ايران د نظرونو بيانولو لپاره يو فرصت
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف پرون د ملګروملتو د اقتصادي او اجتماعي شورا «اکوسوک» د لوړ رتبه چارواکو په کلنۍ غونډه کښې د ګډون لپاره نيويارک ته لاړ.
ظريف ټاکل شوې ده له نيويارک نه وروسته د غېر جابندار غورځنګ د خارجه وزيرانو په غونډه کښې د شرکت لپاره وېنزوېلا ته لاړ شي.
له نېکاراګوئه او بولويا دوو هېوادونو څخه کتنه هم د ايران د خارجه وزير د سفر له پروګرامونو څخه ده.
دغه سفر له دوو اړخونو اهميت لري:
د دغه سفر وړومبے اړخ په « اکو سوک » کلنۍ غونډه کښې د ايران شتون دے.
د دغه سفر د اهميت بل اړخ هم د غېر جابندارو غړيو د غونډې جوړېدل دي چې د ايران د بهرنيو تعلقاتو په برخه کښې يو خاص ځاے لري. خو د دغه سفر د وړومبني اړخ په جاجونه کښې بايد وويل شي چې دغه کتنه په داسې حالاتو کښې چې د امريکې يو اړخيزو سياستونو د نړيوالې ټولنې اقتصادي او اجتماعي ترقي له خنډ سره مخامخ کړې ده، د دغو موضوعاتو په باره کښې د اکو سوک د غړيو ترمېنځ د همفکرۍ او بحث لپاره يوه مناسبه موقع ګڼل کيږي.
اقتصادي او اجتماعي شورا د ملګرو ملتود منشور د ۶۲ مادې مطابق د عمومي اسمبلۍ، د امنيت د شورا، د قيموميت د شورا، د نړيوالې محکمې او دارالانشاء ترڅنګه د ملګرو ملتو له شپږو ادارو څخه يوه اداره ده.
اقتصادي او اجتماعي شورا اوس ۵۴ غړي لري چې دريمه برخه يې د عمومي اسمبلۍ په ذريعې سره ټاکل کيږي. اکو سوک په کال کښې لږ تر لږه په نيويارک او جنيوا کښې دوه ځل غونډې جوړوي. په شورا کښې هر غړے يوه راې لري او فېصلې يې د غړيو د اکثريت په تصويب سره لازم الاجراي کيږي.
اقتصادي او اجتماعي شورا مختلف کمېشنونه لري چې په شورا کښې په مطرح شويو مسائلو بحث او څېړنه يې کيږي. په دې چوکاټ کښې د اجتماعي ترقۍ ، بشري حقوقو، نشه ايزو موادو په شان موضوع ګانۍ د اقتصادي او اجتماعي شورا له کمېشنونو څخه دي چې د اکوسوک د ډېر مهم بحث وړ دي.
له دې امله چې دغه شورا پينځه سيمه ايزې مرستندويه ادارې لري د لويديځې اېشيا په اقتصادي کمېشن او د اېشيا او پاسيفيک لپاره په اقتصادي او اجتماعي کمېشن کښې د ايران رول زيات اهميت لري.
د ضرورت وړ نړيوالوکانفرنسونو جوړول، په نړيوالو اقتصادي او اجتماعي موضوع ګانو کښې د ملګرتياو د تقويت په هدف سره د سپارښتنو وړاندې کول او له ولسي ادارو سره د مشاورتي ترتيباتو برابرول د ملګرو ملتو د دغې ادارې له دندو څخه دي. له دې امله پکار دي له دغه فرصته په غوره توګه استفاده اوشي. په حقيقت کښې بايد وويل شي چې اکو سوک د ملګرو ملتو د ودې او ترقۍ په نظام کښې د خپلو فعاليتونو په پراخې لمنې سره يو مهم مقام لري.
د ملګرو ملتو د اقتصادي او اجتماعي شورا مشر اينګا روندا کينګ د روان ميلادي کال د روانې جولائۍ مياشتې په نهمه نېټه په نيويارک کښې د پائېدارې ترقۍ لپاره د سياسي لوړ رتبه ټولنې د کار د شروع کولو په مراسمو کښې په يوه وېنا کښې وويل، د ټولې دنيا ملتونه اوس په خپلو کښې د خبرو اترواو له يو بله د زدکړې لپاره يو بې سارے فرصت لري.
هغه تاکيد وکړ، مونږ له يو بل نه زدکړې کوو او په ډکو منګولو او نويو تجربو سره ستنېږوو، چې د زمکنۍ سيارې د خلقو لپاره وروستي هدف او کاميابۍ ته ورسيږوو.
د ايران اسلامي جمهوريت چې د روان ۲۰۱۹ ميلادي کال له شروع راهسې د دريو کالو لپاره د ملګرو ملتو د اقتصادي او اجتماعي شورا د غړي په توګه وټاکل شو، اوس هم په نيويارک کښې د دغې شورا په کلنۍ غونډه کښې شتون د اکو سوک اهدافو ته د رسېدو په خاطر د ګډو ګامونو د پورته کولو لپاره يو فرصت بولي.
------------