په خپلې دفاع کښې به شک او ځنډ ونه کړو
(last modified Tue, 16 Jul 2019 10:34:11 GMT )
Jul 16, 2019 15:04 Asia/Kabul
  • په خپلې دفاع کښې به شک او ځنډ ونه کړو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ټینګار وکړ: شخړه نه غواړو خو که په مونږ تیری وشه نو د ځان په دفاع کښې به هیڅ شک او ځنډ ونه کړو.

محمد جواد ظریف چې د ملګرو ملتو د اقتصادي او اجتماعدي شورا د جګ پوړو چارواکو په کلنۍ غونډه کښې د ګډون لپاره نیویارک ته په سفر تلی دی، د امریکې له این، بي، سي چینل سره په مرکه کښې یې په مختلفو پلمو د ایران خلاف د امریکې د دباؤنو او ګواښونو بې ګټې والي ته په اشارې سره وویل: په ایران باندې په تیري کښې د امریکې د غلطۍ په بڼه کښې به د ایران اسلامي جمهوریت په خپلې دفاع کښې په پریکنده توګه میدان ته ورودانګي.

محمد جواد ظریف هم داشان وویل: امریکې په تیرو څلویښتو کلونو کښې د ایران خلاف په دباؤنو او بندیزونو سره یوازې ځان د ایران له ستر بازاره بې برخې کړی دی.

هغه زیاته کړه: زمونږ انتخاب، د هر ډول زور په وړاندې مقاومت دی خو که امریکا له دې حالاتو د وتنې لپاره د یوې عزتناکې لارې په تکل کښې وي نو حل لاره شته دی.

 

ټیګونه