ايراني پلاوے په نيويارک کښې په دريو ځايونو کښې محدود شوے دے
(last modified Wed, 17 Jul 2019 01:02:06 GMT )
Jul 17, 2019 05:32 Asia/Kabul
  • ايراني پلاوے په نيويارک کښې  په دريو ځايونو کښې محدود شوے دے

د ايران خارجه وزير وويل، په نيويارک کښې د ايران ډېپلومېټک پلاوے يوازې په دريو ځايونو کښې محدود شوے دے.

محمد جواد ظريف پرون مازيګر په خپله ټوئيټر پاڼه کښې له اېن بي سي چېنل سره د خپلې يوې مرکې د لېنک په خپرولو سره وليکل، له دغه چېنل سره مرکه  د ګل په ورځ په ملګرو ملتو کښې د ايران د سفير د اوسېدو په ځاے کښې چې له هغو دريو ځايونو څخه ؤ چې ايراني پلاوے پکښې تګ راتګ کولې شي ترسره شوه.

د ايران خارجه وزير په داسې حال کښې د تېر خالي په ورځ د ملګرو ملتو د اقتصادي او اجتماعي شورا د لوړرتبه چارواکو په کلنۍ غونډه کښې د ګډون لپاره نيويارک ته لاړ چې د امريکې خارجه وزارت په نيويارک کښې د ظريف په تګ راتګ سخت بنديزونه لګولي دي.

د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو په دې اړه وويل، محمد جواد ظريف او ورسره د پلاوي ويزا د ملګرو ملتو په شپږو بلاکونو کښې د ايران په ډېپلومېټکو ځايونو او د پ ملګرو ملتو کښې  د ايران د سفير د اوسېدو د ځاے ترمنېځ د تګ راتګ اجازه لري.

د ايران د خارجه وزارت وياند سيد عباس عراقچي د پومپئو د دغو څرګندونو په ردعمل کښې وويل، امريکايان د امريکې او نړۍ په عامه افکارو باندې د ايران د خارجه وزير د کاري سفرونو تاثير کولو اندېښمن کړي دي.

 

ټیګونه