په هرمز اوبلاره کښې د بریطانوي کشتۍ د نیولو وجه تشریح شوه
د انګلستان سټِینا ایمپِرو نومې تیلي کشتۍ په هرمز اوبلاره کښې له یو کب نیونکي لانچ سره ټکر شوې وه او له دې پیښې وروسته ضروري ده چې علتونه او موارد یې وڅیړل شي.
د ایران د سویل د هرمزګان ولایت د بندرونو او سمندر کچ کونې د چارو لوې مدیر وویل: د انګلستان سټِینا ایمپِرو نومې تیلي کشتۍ په هرمز اوبلاره کښې له یو کب نیونکي لانچ سره ټکر شوې وه او له دې پیښې وروسته ضروري ده چې علتونه او موارد یې وڅیړل شي.
د ایرنا د خبر له مخې اله مراد عفیفي پور په دې خبرې سره چې د کب نیونکو له کشتۍ سره د دغې انګلیسي کشتۍ له ټکریدو وروسته، زیانمن شوې ښکاري کشتۍ د انګلستان له دغې سترې کشتۍ سره د رابطې کولو کوشش وکړ، زیاته کړه: کله چې د بریطانیې تیل وړونکې کشتۍ د کب نیونکو د تماسونو ځواب ور نه کړ نو د قانوني روال له مخې هغوي د هرمزګان ولایت د بندرونو او سمندر کچ کونې له ادارې مرسته وغوښتله.
د دغې ادارې لوې مدیر څرګنده کړړه چې دوي د ایران پوځي ځواکونو ته د پيښې خبر ورکړ څو انګلیسي کشتۍ د ایران د بندرعباس لنګر ګاه په لور راولي څو په ځیر سره یې جاج واخیستل شي او د پيښې وجوهات څرګند شي.
عفیفي پور وايي چې په دغې نیول شوې کشتۍ کښې ۲۳ تنه خدمه سپاره دي چې له حفاظتي نظره باید په کشتۍ کښې پاتې شي.
د ویلو ده چې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواک بیګا په یوه خبرپاڼه کښې د نړیوالو اصولو د خیال نه ساتلو په وجه په هرمز اوبلاره کښې د انګلستان د یوې تیل وړونکې کشتۍ د نیولو خبر ورکړی شو.