په هره سیمه کښې د امریکې شتون د بې ثباتۍ سبب کیږي
(last modified Sat, 20 Jul 2019 10:31:00 GMT )
Jul 20, 2019 15:01 Asia/Kabul
  • په هره سیمه کښې د امریکې شتون د بې ثباتۍ سبب کیږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: په لویدیځې آسیا، جنوبي امریکې او لاتیني امریکې کښې د امریکې شتون د دغو سیمو د ناامنۍ سبب شوی دی.

محمد جواد ظریف نن د ونزویلا پلازمینې کاراکاس ته له رسیدو سره سم په دې خبرې سره چې په هره سیمه کښې د امریکې شتون د بې ثباتۍ سبب کیږي، زیاته کړه: امریکایانو چې په هره سیمه کښې شتون پيدا کړی د هغې سیمې پر خلکو د دباؤ او د ترهګرۍ لامل شوی دی.

ظریف هم داشان د امریکې د مداخله غواړو دباؤنو په وړاندې د ونزویلا د خلکو د مقاومت په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: د ونزویلا د خلکو مقاومت د دغه هیواد د راتلونکي لپاره ډیر مهم دی.

د ویلو ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون مازیګر په نیویارک کښې د شپږو ورځو له تیرولو وروسته، د پاپیئلي غورځنګ په غونډه کښې د ګډون لپاره د ونزویلا پلازمینې کاراکاس ته لاړ او هلته به د ناپیئلي غورځنګ د خارجه وزیرانو په غونډه کښې ګډون او وینا وکړي.

ټاکل شوې چې د ایران خارجه وزیر له ونزویلا وروسته نیکاراګوې او بولیویا ته په سفر سره د دغو  هیوادونو له چارواکو سره دوه اړخیزې سیاسي او اقتصادي اړیکې وڅیړي.

 

ټیګونه