ظريف له ماډورو سره وليدل
(last modified Sun, 21 Jul 2019 08:14:02 GMT )
Jul 21, 2019 12:44 Asia/Kabul
  • ظريف له ماډورو سره وليدل

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د ځاے وخت مطابق پرون مازيګر د وېنزوېلا له ولسمشر نېکولس ماډورو سره په کاراکاس کښې وليدل.

د ايرنا د رپوټ له مخې ظريف او ماډورو په دغه کتنه کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو په مختلفو اړخونو او د دلچسپۍ وړ نورو مسائلو په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.

د ايران د بهرنيو چارو وزير له دې مخکښې د وېنزوېلا د ولسمشر له مرستيال دلسي روډريګز سره کتنه او صلاح مشورې کړې وې.

محمد جواد ظريف وړمه ورځ د غېر جانبدارو غورځنګ د خارجه وزيرانو په غونډه کښې د شرکت لپاره له نيويارک څخه کارکاس ته لاړ.

د اسلامي ايران خارجه وزير په دغه غونډه کښې وويل، د امريکې د افراطي يو اړخيز پالنې د نوې ماجرا لټونې څپه يو ډېر مهم مشکل دے چې اوس ورسره ټولو په يو ډول مخامخ دي.

ظريف زياته کړه، دغه مشکل په نړيواله سطح کښې د قانون د واکمنۍ د کمزوري کمولو په حال کښې دے او په مختلفو طريقو سره يې په ټوله نړۍ کښې صلح او ثبات له ګواښ سره مخامخ کړے دے.

ظريف به له وېنزوېلا نه وروسته د دوو اړخيزو ليدو کتو لپاره په جنوبي امريکه کښې نېکارګوئه او بولويه دوو هېوادونو ته هم سفر وکړي.

 

ټیګونه