دایران پرضد د بریتانیا ناسنجول شوی اقدامات :-
(last modified Mon, 22 Jul 2019 10:10:21 GMT )
Jul 22, 2019 14:40 Asia/Kabul
  • بریتانیا په اصل کښې د یوه (۱)بام او دوو(۲) هواو سیاست غوره کړی دی او په پریکنده توګه به له دغه سیاست څخه تاوان وویني .
    بریتانیا په اصل کښې د یوه (۱)بام او دوو(۲) هواو سیاست غوره کړی دی او په پریکنده توګه به له دغه سیاست څخه تاوان وویني .

په وروستیو څو اونیو او ورځو کښې دامریکا له غلیمانه اقداماتو سره یوځاې د ایران داسلامی جمهوریت پرضد د انګلستان لخوا د نا سنجول شویو اقداماتو او د فیصلو کتونکی یوو .

د بریتانیا سمندری ځواک د جولاۍ په څلورمه (۴) نیټه د سوریې پرضد د اروپایی اتحادیې د بایکاټونو د نا رعایتولو په دلیل په جبل الطارق(Strait of Gibraltar i) اوبلاره کښې دایران د تیلو یوه (۱)وړونکی  کشتۍ ونیوله او په جمعې ورځ یې دنوموړی کشتۍ نیول تائید کړل .

داسې اقدام چې ایران هغه سمندری غلا وبلله .

واضح خبره ده چې ددغه ماجرا غوښتنې سرچینه  هغه کسان دی چې په سپینې ماڼۍ کښې له یوې خوا په سیمه کښې دتاوتریخوالو زیاتولو ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ د هڅولو کوشش کوی او له بلې خوا له ایران سره د اروپایی هیوادونو د جنګولو سیاست تعقیبوی .

دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په تیرې یکشنبې ورځ په یوه (۱)ټویټر پیغام کښې ولیکل د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار جان بولټن خپل زهر انګلستان ته متوجه کړی دی او نیت لری لندن جبۍ(Quagmire) ته وروغورځوی .

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه(۱) راپور کښې وویل د ملی امنیت سلاکار جان بولټن د انګلستان حکومت دې ته هڅولی دی چې په جبل الطارق اوبلاره کښې د ایران دتیلو کشتۍ ونیسی .

دایران دتیلو دکشتۍ په غیر قانونی ډول تر نیولو پورې په سیمه کښې د تیلو په ځینو ټانکرونو  کښې چاودنې او د ورانکاریو د مشکوکو خوځښتونو دوام او په ترټولو نوی شکمن حرکت کښې له هرمز اوبلارې د تیریدا د قوانینو په قصدی ډول خلاف ورزۍ کولو  کښې د انګلستان تر بیرغ لاندې د تیلو د کشتۍ اقدام داسې سندونه دی چې ښودنه کوی د پردیو هیوادونو هدف د فارس خلیج سیمې ناامنه کول دی .

ددغو شکمنو سناریوګانو په دوام کښې ځینو لویدیځو رسنیو هڅه وکړه د ایس ایس باکسر په نوم دجنګی بیړۍ لخوا د ایران دیوې (۱) بې پایلوټه الوتکې د نسکورولو په هکله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادعا په لوې ښودلو سره د دغه بهیر اړخونه پراخ کړی .

دغه فضا جوړونه دایران لخوا دعکسونو په خپرولو سره چې ویې ښودله د امریکا باکسر کشتۍ  د ایران د بې پایلوټه الوتکو تر دقیقې څارنې لاندې ده  او دایران هیڅ بې پایلوټه الوتکه نه ده نسکوره شوی پیکه او بې اغیزې شوه او ونه توانیدله د ایران لخوا د هرمز اوبلارې دپاسه د ګلوبل هاک Global Hawk () بې پایلوټه  الوتکې په غورځولو کښې دامریکا د وروستۍ لالهاندۍ له جبرانولو سره کومه مرسته وکړی .

په همدې حال کښې دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران سمندری ځواک په تیرې جمعې شپې دسمندری مقرراتو د اعمالولو په چوکاټ کښې په یوه(۱) قدرتمن اقدام کښې د انګلستان دتیلو کشتۍ سټیناایمپرو (Stena Impero) د پیښې د رامینځته کولو د موقعیت دپیژندلو د سیسټم(Global Positioning System,) دګل  کولو او په هرمز اوبلارې کښې د تیلو د ښځلو د غورځولو په خاطر ونیوله .

د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د عمومی اړیکو مسول او ویاند برید جنرال رمضان شریف په دې زمینه کښې وویل د انګلستان دتیلو کشتۍ د بریتانیا د جنګی کشتۍ په بدرګۍ سره چې سمندری مقرراتو او قوانینو ته په بې پامۍ سره په اپوټه لاره کښې هرمز اوبلارې ته دننوتلو او له نورو کشتیو سره د احتمالی ټکر په حال کښې وه د ایران دهرمزګان د سمندری ټرانسپورټ د وزارت او د بندرونو د ادارې په غوښتنې سره د سپاه پاسداران د سمندری ځواک د ځواکونو لخوا ونیول شوه .

هماغه ډول چې د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې ولیکل په جبل الطارق اوبلاره کښې د سمندری غلا په اپوټه په فارس خلیج کښې د ایران اقدام په سمندر کښې دکشتیو د تګ راتګ د نړیوالو قوانینو اجرا کول دی .

جواد ظریف وویل هماغه ډول چې په نیویارک  کښې مو وویل دا ایران دی چې د هرمز اوبلارې او دفارس خلیج امنیت تامینوی او انګلستان باید د امریکا په اقتصادی ترهګرۍ کښې په جرم کښې شریک کیدل بند کړی .

بریتانیا په اصل کښې د یوه (۱)بام او دوو(۲) هواو سیاست غوره کړی دی او په پریکنده توګه به له دغه سیاست څخه تاوان ووینی .

په انګلستان کښې دایران د سفیر حمید بعیدی نژاد  د تیرې یکشنبې ورځ څرګندونو ددغه ماجرا غوښتنې نور تازه اړخونه ښکاره کړل .

هغه په خپلې ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې دسیمې په دغو حساسو شرایطو کښې د انګلستان د کورنیو سیاسی ځواکونو اقدامات په کامل ډول خطرناک او غیرعاقلانه وبلل او ټینګار یې وکړ د باید بریتانیا حکومت باید  کورنی سیاسی ځواکونه چې غواړی د لندن او د تهران ترمینځ موجود تاوتریخوالی د کشتیو دنیولو له مسلې نور زیات کړی کنټرول کړی .

 

ټیګونه