د ایران د تکوانډو ملي ټیم د آسیا اتل شو
(last modified Tue, 23 Jul 2019 03:20:06 GMT )
Jul 23, 2019 07:50 Asia/Kabul
  • د ایران د تکوانډو ملي ټیم د آسیا اتل شو

د آسیا د ځلمیانو د تکوانډو د اتلولۍ د سیالیو لسم پړاؤ په پاې کښې د ایران د تکوانډو ملي لوبډله د سرو زرو د لسو، د سپینو زرو د شپږو او د زیړو د یو میډل په ګټلو سره د آسیا لوې وچې اتل شو.

د آسیا د ځلمیانو د تکوانډو د اتلولۍ د سیالیو لسم پړاؤ په پاې کښې د ایران د تکوانډو ملي لوبډله د سرو زرو د لسو، د سپینو زرو د شپږو او د زیړو د یو میډل په ګټلو سره د آسیا لوې وچې اتل شو.

زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې له ایران وروسته د جنوبي کوریا ملي ټیم درې د سرو زرو، څلور د سپینو او اووه د زیړو میډلونو وګټل او په دویم نمبر راغی او هم داشان چین د دې سیالیو دریم مقام ترلاسه کړ.

د ویلو ده چې د آسیا د ځلمیانو د چیمپین شپ لسمه دوره د ۳۳۱ لوبغاړو په شتون سره د تیرې یکشنبې په سهار د اردن په پلازمینه امان ښار کښې پیل شوه او پرون د ګټونکو په درناوي سره پاې ته ورسیده.

 

ټیګونه