دایران دتیلو د کشتۍ نیول سمندری غلا ده
(last modified Wed, 24 Jul 2019 01:08:32 GMT )
Jul 24, 2019 05:38 Asia/Kabul
  • د سپاه سمندري ځواکونه په قدرت او صلابت سره دایران  په اوبو او سمندرونو کامله واکمنۍ لري او دښمانانو ته به دتیري اجازه ورنکړي .
    د سپاه سمندري ځواکونه په قدرت او صلابت سره دایران په اوبو او سمندرونو کامله واکمنۍ لري او دښمانانو ته به دتیري اجازه ورنکړي .

زمونږخبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون د انګلستان د لومړی وزیر په توګه د بوریس جانسن په ټاکل کیدا د مبارکۍ په ویلو سره وویل تهران له کوم هیواد سره دټکر هڅه نه کوی ایران په فارس خلیج کښې پینځلس سوه (۱۵۰۰) میله ساحل لری او دهغه ساتنه به وکړی .

جواد ظریف وویل دایران دتیلو دیوې(۱) کشتۍ نیول سمندری غلا وه چې د امریکا په حکم نیول شوی ده .

د انګلستان سمندری ځواک د جولاۍ په   ۵ نیټه په جبل الطارق اوبلارې کښې د ایران دتیلو یوه(۱) کشتۍ ونیوله  په دې پلمې سره چې د سوریې پرضدد اروپایی اتحادیې د بایکاټونو خلاف ورزۍ یې کړی ده .

دغه راز د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران د سمندری ځواک قومندان امیر البحر علیرضا تنګسری وویل د سپاه پاسداران سمندری ځواکونه په قدرت او صلابت سره دایران  په اوبو او سمندرونو کامله واکمنۍ لری او دښمانانو ته به دتیری اجازه ورنکړی .

هغه وویل ایران په جنوب کښې دوه زره دوه سوه (۲۲۰۰)او په شمال کښې په دولس سوه(۱۲۰۰) سمندری ساحل سره په سمندرونو کښې دامنیت ټینګولو ته ځانګړی پام لری .

امیر البحر تنګسری وویل امریکا او انګلستان د فارس خلیج څنډې هیوادونو ته دهیڅ خوځښت اجازه نه ورکوی خو ایران په اقتدار او صلابت سره د فارس خلیج او دنړیوالو اوبو د امنیت په تامینولو  کښې اساسی رول لری.

 

ټیګونه