ایران به تش د نامې مذاکراتو ته غاړه نه ږدي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چې ایران د عادلانه، قانوني او عزتمندانه خبرواترو کولو ته بیخي تیار دی خو تش د مذاکرې په نوم به پر میز کښې نه ني.
حسن روحاني نن په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت به له ټولو بهرنیو دباؤنو سره سره بدمعاشۍ ته سر ټیټ نه کړي، څرګنده کړه: ایران له ایټمي موافقې د امریکې له وتلو وروسته مقابل لورو ته یو کال فرصت ورکړ چې په برجام موافقه کښې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، خو اوس په ایران باندې د تیلي بندیزونو په لګیدو او نویو حالاتو سره د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو برجامي ژمنو د کمولو په لړ کښې یولړ پریکنده فیصلې کړې دي.
د اسلامي ایران ولسمشر د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره په برجام کښې پاتې لورو ته د تهران شپیته ورځنیو فرصتونو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه: که دویم شپیته ورځنی فرصت هم پاې ته ورسي او مقابل لوري څه ونه کړي نو ایران به خامخا دریم ګام پورته کړي.
هغه د فارس خلیج، عمان سمندر او هرمز اوبلارې امنیت د ایران لپاره ډیر د اهمیت وړ وباله او ویې ویل: ایران د فارس خلیج او هرمز اوبلارې د امنیت د ساتنې ترڅنګ د باب المندب او هند سمندر په شمول د نړۍ د نورو اوبلارو د امنیت لپاره هم هڅه کوي.
ولسمشر روحاني د هرمز اوبلارې او فارس خلیج د ساتنې اصلي مسئولیت د ایران او د ګاونډي هیوادونو په غاړه وباله او زیاته یې کړه: په هرمز تنګي کښې د انګلستان د خلاف ورزي کونکې کشتۍ په نیولو کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران اقدام بیخي صحیح و او ټوله نړۍ باید د فارخ خلیج د امنیت د ساتلو په وجه د پاسدارانو د لښکر قدرونه وکړي.