د ایران له خوا د انګلستان د تیلي کشتۍ نیول بیخي قانوني کار دی
(last modified Sun, 28 Jul 2019 03:15:03 GMT )
Jul 28, 2019 07:45 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

شمخاني: د انګلستان د سمندري ډاکه مارۍ په اپوټه چې په جبل الطارق کښې یې د ایران د تیلو یوه جوپه په غیرقانوني توګه نیولې ده، د ایران اقدام بشپړ قانوني دی.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي په هرمز اوبلاره کښې د انګلیسي کشتۍ نیولو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د انګلستان د سمندري ډاکه مارۍ په اپوټه چې په جبل الطارق کښې یې د ایران د تیلو یوه جوپه په غیرقانوني توګه نیولې ده، د ایران اقدام بشپړ قانوني دی.

علي شمخاني پرون په تهران کښې د عمان د خارجه وزیر یوسف بن علوي په کتنه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په هرمز اوبلاره کښې د بریطانوي کشتۍ په نیولو کښې د ایران اقدام د سمندري اصولو او د سمندر کچ کونې د امنیت د ساتنې په لړ کښې بڼه نیولې ده، زیاته کړه: ټولو هیوادونو ته پکار دي چې د امنیت د ساتنې لپاره د سمندر کچ کونې د نړیوالو قوانینو خیال وساتي.

هغه هم داشان وویل چې د لویدیځې آسیا امنیتي ترتیبات باید د سیمې د هیوادونو له لارې برابر شي او د پردیو لاسوهنه به د ستونزو له زیاتیدو پرته هیڅ اغیزه ونه لري.

شمخاني همداشان په یمن باندې د تیري او د دغه هیواد د بیګناه خلکو د وژلې له دوامه د اندیښنې په څرګندولو سره وویل: د یمن کړکیچ پوځي حل لاره نه لري او پکار دي چې نړیواله ټولنه د یمن د خلکو د غوښتنې له مخې د سیاسي لاروچارو په کارولو سره په دغه هیواد هیواد عربستان او اماراتو د پوځي بریدونو د دوام مخه ونیسي.

په دغه کتنه کښې د عمان د بهرنیو چارو وزیر یوسف بن علوي هم په سیمه کښې د شخړې د زیاتیدو د مخنیوي لپاره د تیرو تجربو د کارولو او له هغو اقداماتو د ډډه کولو په ضرورت باندې په ټینګار سره چې د بې ثباتۍ او ناامنۍ پراختیا ته لمن وهي، وویل: ټولو هیوادونو ته پکار دي چې په تیره بیا په هرمز اوبلاره کښې د حفاظتي اصولو خیال وساتي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د کړکیچ جوړیدو سبب کیږي.

 

ټیګونه